مشال راډیو

مرکې، شننې، تبصرې

News UR ↓ Odcinki: 50

مشال راډیو له ۲۰۱۰ز کال راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته ولایتونو لپاره خپرونې کوي. مشال راډیو د ازادې اروپا راډیو د پښتو ژبې څانګه او خپلواکه خبري اداره ده.

Koniecznie odwiedź stronę podcastu i wesprzyj twórcę: www.mashaalradio.com

Autor

مشال راډیو

Kategoria

News

Strona podcastu

www.mashaalradio.com

Ostatni odcinek

10 gru 2024

Gdzie słuchać?

Podcasty w aplikacji Replaio Radio Już wkrótce

Podcasty trafią do aplikacji już wkrótce. Zainstaluj teraz i jako pierwszy zobacz nowe podejście do podcastów

Pobierz z Google Play Zainstaluj za darmo Android prawie 10 mln pobrań · ocena 4,8 iOS niedługo

Odcinki

عمر حيات خان: شام کې ۵۰۰ ګير پاکستاني زیارت کوونکي لبنان ته پر لار دي 10.12.2024

په شام (سوريې) کې د پاکستان مرستيال سفير وايي چې هلته سلګونه پاکستاني زيارت کوونکي بند پاتې دي چې دوی يې په خوندي توګه خپل هېواد ته د لېږدولو لپاره اقدامات کړي دي. عمر حيات خان د ډېسېمبر پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې شاوخوا ۵۰۰ پاکستانيان دا وخت د شام ګاونډي هېواد لبنان ته پر لاره دي او بيا به له هغه ځايه پاکستان ته لېږدول کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د سوریې وسلوال مخالفین د ډېسېمبر پر اتمه دمشق...

اسرار کاکړ: سخت محنت د ګلستان له خاورین ښوونځي د اکسفورډ یونين تر مشرۍ ورسولم 09.06.2024

د نړۍ په کچه، د زده کوونکو مشهورې ټولنې، برتانیا اکسفورډ يونين سوسایټي نوی ټاکل شوی مشر، پښتون ځوان اسرار کاکړ وايي چې کله يې هم فکر نه وو کړی چې يوه ورځ به د دې تاریخي ټولنې مشر شي. نوموړی د بلوچستان پښتون مېښتې سيمې ګلستان اوسېدونکی دی چې د جون پر اوومه نېټه يې د اکسفورډ يونين په ټاکنو کې انګرېزې سيالې اېزې هوروکس ټېلر ته ماتې ورکړه. اسرار کاکړ ۶۱۷ او مخالفې کانديدې يې ۳۹۳ رايې ترلاسه کړې دي. دا...

ایا پر اسراییلو د ایران حمله په پراخه جګړه اوښتای شي؟ 14.04.2024

د ايران له خوا د اپرېل پر ۱۳مه ناوخته پر اسراييلو د توغندیو او ډرونونو تر حملو وروسته د تهران او اسراييلو ترمینځ ترېنګلتيا لا زیاته شوې ده. ايران ولې پر اسراييلو مستقیماً حملې کړې او ایا د دې پر پراخه جګړې د اوښتو امکان شته او که څنګه؟ مشال راډیو دا پوښتنې په ناروې کې د ايرانیو چارو له پوه ډاکټر عیسا ستانکزي سره څېړلې دي. بشپړه مرکه واورئ.

تورپېکۍ يوسفزۍ: تعليم ژبه ده او طالبان دې له ښځو ژبه نه اخلي 11.09.2023

د تعليم نړيوالې مبارزې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ مور تورپېکۍ يوسفزۍ وايي چې افغانستان بايد له نړۍ سره يو ځای رفتار وکړي. نوموړې دا خبره د سېپټېمبر پر ۱۱مه د جرمني په کولن ښار کې د یو شمېر افغان ښځینه فعالانو لخوا د نه خوړلو په اعتصابي کېمپ کې د ګډون پر مهال مشال راډيو ته وکړه. يوسفزۍ زياته کړه چې تعليم د ژبې حيثيت لري او طالبان دې له ښځو دا حق نه اخلي. له تورپېکۍ يوسفزۍ سره احمد ش...

ضياالدين يوسفزۍ: نجونې له کار او تعليمه راګرځول د صنفي امتياز علامت دی 11.09.2023

د تعليم نړيوالې مبارزې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزی وايي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د خپلو تګلارو له لارې ښځې نابوده کول غواړي. نوموړي دا خبره د سېپټېمبر پر ۱۱مه د جرمني په کولن ښار کې د یو شمېر افغان ښځینه فعالانو لخوا د نه خوړلو په اعتصابي کېمپ کې د ګډون پر مهال مشال راډيو ته وکړه. يوسفزي زياته کړه چې نړۍ بايد پر طالبانو فشار راوړي چې له ښځو سره د هغوی...

ساجد حسين توری: کورمه کې اوربند شوی او د سرغړونکو ضد به اقدام کېږي 11.07.2023

د خيبر پښتونخوا په قبايلي ضلعه کورمه کې د مختلفو قبيلو ترمينځ د ځمکې د ملکيت پر سر شخړه کې د نهه کسانو تر وژل کېدو وروسته، هلته اوس عارضي ډز بندي شوې ده. د بهر مېشتو پاکستانيانو د چارو وفاقي وزیر ساجد حسین توري د جولای پر ۱۱مه نېټه مشال راډیو ته وویل چې د اوربند د سرغړونکو ضد به اقدام کوي. د روان ۲۰۲۳ز کال د مې له څلورمې راهیسې د توریو او منګلو ترمینځ د ځمکو د ملکيت پر سر تاوتریخوالی روان دی چې او...

د لطیف اپریدي په یاد کې غونډه وشوه 11.03.2023

د مارچ پر لسمه نېټه په پېښور کې د عبدالطیف اپریدي په یاد کې یوه غونډه وشوه چې پکې سلګونو کسانو ګډون وکړو. په غونډه کې پوهانو د ارواښاد لطیف اپریدي پر ژوند، کار او افکارو رڼا واچوله. نوموړی د ۲۰۲۳م کال په جنورۍ میاشت کې په پېښور کې د وکیلانو په دفتر یا بار روم کې په ډزو وژل شوی وو. د پېښور پولیسو هغه مهال ویلي وو چې لطیف اپریدی په شخصي دښمنۍ کې وژل شوی او قاتل یې نیولی دی. په دې اړه له پېښوره وسیم...

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي د سرشمېرنې په اړه اندېښنې لري 05.03.2023

د پاکستان حکومت په هېواد کې د مارچ له لومړۍ نېټې څخه لومړۍ برېښنايي او کمپیوټري یا ډېجیټل سرشمېرنه پیل کړې ده چې پکې د کورنیو اقتصادي حالت په اړه هم معلومات غونډېږي. دا سرشمېرنه د هغه هېواد د شماریاتو اداره پر مخ وړي چې لپاره یې ۱۲۶،۰۰۰ کارکوونکي ګومارلي دي. تر دې مخکې په هغه هېواد کې سرشمېرنه په ۲۰۱۷ز کال کې شوې وه چې ورسره سم، د پاکستان ابادي ۲۰۸ مېلیونه وه. خو د شمالي وزیرستان یوشمېر اوسېدونکي...

د امریکا بهرنیو چارو وزارت رپورټ کې د ټي ټي پي فعالیتونو په اړه څه ویل شوي؟ 02.03.2023

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل نوي رپورټ کې ویلي دي چې وسلواله ډله تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په خیبر پښتونخوا کې د "شریعت نفاذ" لپاره هلې ځلې کوي. وزارت د فبرورۍ پر ۲۷مه "په ۲۰۲۱ز کال کې د نړۍ په هېوادونو کې د ترهګری پېښو" په اړه خپل رپورټ خپور کړ. په رپورټ کې راغلي چې تحریک طالبان پاکستان د شریعت راوستو په موخه د پاکستان پوځ او ریاست ضد وسلوال فعالیتونه پیل کړي دي. په رپورټ کې دا هم وی...

وزیراعظم د پوځ او عدلیې بدنامولو ضد قانوني مسودې ته د بیاکتنې کمېټي جوړه کړې 09.02.2023

د پاکستان وزیراعظم د پوځ او عدلیې د بدنامولو جنايي قانون مسودې ته د بیاکتنې لپاره د وفاقي کابینې په غړو مشتمله کمېټي جوړه کړې ده. د وزیراعظم دفتر د فبرورۍ پر اوومه په بیان کې ویلي دي چې د کورنیو چارو وزارت د کابینې غونډې ته د ۲۰۲۳ز کال د جنايي قوانینو ترمیمي مسوده وړاندې کړه چې پکې د پوځ او عدلیې شهرت ته په تاوان رسولو کې ککړو کسانو ته د پینځو کلونو د بند سزا وړاندیز شوی دی. د هغه ترمیمي بل په اړه...

د ماشومانو نړیواله ورځ: پښتونخوا کې بېوزلۍ ګڼ ماشومان مزدورۍ ته اړ کړي 20.11.2022

د نومبر ۲۰مه د ماشومانو له نړیوالې ورځې سره سمون خوري. ملګري ملتونه وايي، د دې ورځې لمانځلو موخه د نړۍ د ماشومانو ترمینځ یووالی او د ماشومانو خیرښېګړې ته وده ورکول دي. د پاکستان په پښتون مېشته سیمو کې بېوزلۍ زرګونه ماشومان سخت یا شاقه کار ته اړ کړي دي. د مشال راډیو دا ځانګړی رپورټ په دوکان کې د کارکوونکو ماشومانو په غږ پیلېږي.

ډاکتر حنیف رسول: د پښتنو کلتور بیاژوندي کول ټولنه کې زغم پیدا کولای شي 16.11.2022

د نومبر ۱۶مه د ملګرو ملتونو له زغم نړیوالې ورځې سره سمون خوري. د ملګرو ملتون ساینس، تعلیم او کلتور اداره (یونېسکو) وايي، دا ورځ په ټولنو کې برداشت یا زغم ته د ودې ورکولو په موخه د اګهۍ خپرولو لپاره لمانځي. اداره وايي، غواړي دا پوهاوی عام شي چې نړۍ له بېلابېلو فرهنګونو جوړه ده. دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د پښتنو ټولنه د تشدد او ناکرارۍ ښکار ده. پر دې موضوع مو د کرک په خوشال خان خټک کې د ا...

رفيقي: د ماشومانو ادبیات بايد پر شخصیت سازۍ تمرکز وکړي 10.11.2022

اکادمي ادبيات پاکستان د اکتوبر له ۳۱مې د نومبر تر دويمې نېټې پورې په اسلام اباد کې د ماشومانو د ادبياتو پر موضوع درې ورځنی نړيوال کنفرانس جوړ کړی وو. دې غونډې ته د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو څېړونکو او ليکوالانو د ويډيو لېنک له لارې ويناوې وکړې. په کوټه کې د بلوچستان پوهنتون د ژبو، ادبياتو او کلتور د مطالعاتو څانګې مشر ډاکټر عبدالروف رفيقي هم کنفرانس ته په هغه صوبه کې د ماشومانو د ادب په برخه کې د ش...

پېښور کې د هارمونيم او رباب د زدکړو يو پروګرام پيلېږي 03.11.2022

په پېښور کې د مفکورې په نوم یوې ادارې د سیمې د ځوانانو لپاره د هارمونيم او رباب د زدکړو د يوه پروګرام تابيا کړې ده چې ټاکل شوې د نومبر پر اوومه پیل شي. هغه ناحکومتي اداره وخت په وخت پر بېلابېلو علمي، ټولنيزو او فرهنګي موضوعاتو غونډې کوي. د مفکورې مشر حيات روغانی وايي، د موسیقۍ زدکړې پروګرام يې پخوا پيلول غوښتل خو وسايل يې نه لرل. مشال راډیو له نوموړي سره مرکه کړې او ورڅخه یې پوښتلي چې د موسیقۍ الا...

"روزلی ښوونکی په مړ نصاب کې سا اچولی شي" 05.10.2022

د اکتوبر پینځمه د ښوونکي د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. سږ کال د دې ورځې موضوع "په زده کړو کې بدلون له ښوونکو څخه پیلېږي" ده. د دې ورځې په مناسبت مو په لندن کې د تعلیمي چارو له پوه فايق خان یوسفزي سره مرکه کړې ده او په سر کې مو ورڅخه پوښتلي چې "په زده کړو کې بدلون له ښوونکو څخه د پیلېږي" څه معنا لري؟ د دې او نورو پوښتنو ځواب د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

ایا پوځ به په سیاست کې له مداخلې لاس واخلي؟ 05.10.2022

د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ویلي دي چې پوځ په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي او غواړي په راتلونکې کې هم ورڅخه لیرې پاتې شي. باجوه دا خبره په امریکا کې د پاکستان په سفارت کې یوې غونډې ته د نارسمي خبرو پر مهال کړې ده. خو د پاکستان پوځ په اړه دا تاثر عام دی چې پر سیاسي، دفاعي او بهرنیو چارو پراخ نفوذ لري. موږ په اسلام اباد کې د انډېپېنډنټ ورځپاڼې له مدیر هارون رشید سره په سیاست کې د پوځ کرد...

د خيبرپښتونخوا حکومت په ځينوسېلاب ځپلو سيمو کې خېمه هسپتالونه جوړوي 26.09.2022

د خيبرپښتونخوا حکومت وايي، د صوبې په هغو سيمو کې چې د صحت بنيادي مرکزونه يې وروستيو سېلابونو په بشپړه او يا په جزوي توګه ويجاړ کړي دي، خېمه (ټېنټ) هسپتالونه جوړوي. د خيبرپښتونخوا د عامې روغتيا محکمې يو افسر ډاکټر سهيل فاروقي د سېپټېمبر پر۲۶مه مشال راډيو ته وويل، دا ۱۰ هسپتالونه به د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ادارې (يونيسيف) په مرسته په راتلونکو درو اوونيو کې جوړ او پکې به د علاج معالجې چارې پيل شي...

ايډوکېټ قادر خان: د علي وزير د ټولو مقدمو ضمانت وشو، اوس باید خوشې شي 13.09.2022

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ او د پارليمان غړي علي وزیر په څلور واړو مقدمو کې ضمانتونه وشول. د هغه وکيل قادر خان وايي، هيله ده چې د علي وزير پر ضد د پخوان غوندې نورې مقدمې جوړې نه شي او هغه خوشې کړل شي. له قادر خان سره د مشال راډيو خبريال هارون باچا مرکه کړې او په سر کې يې ترې د سېپټمبر ۱۳مې عدالتي پرېکړې تفصيل غوښتی دی.

سېلابونو د پاکستان د مېوو باغونو او د سبزیو پټیو ته لوی زیان اړولی 11.09.2022

په پاکستان کې د وسې او بیا د پشکال بارانونو او سېلابونو په ګڼو ځایونو کې د مېوو باغونو، د سبزیو او فصلونو پټیو ته لوی زیانونه اړولي دي. له رپورټونو سره سم، هغو سېلابونو د خیبر پښتونخوا په سوات چارسده، نوښار او یوشمېر قبایلي ضلعو کې د مڼو، شفتالانو، سرو باټینګرو (ټماټرو)، مټرو، پیازو، مورچکیو او الوګانو ترڅنګ د غلو فصلونو ته خورا زیات تاوانونه اړولي دي. موږ په پاکستان کې د مېوو او سبزیو د کارورباری...

زاهد شينواری: د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارت زیات شوی دی 08.09.2022

تېر کال په افغانستان کې د پخواني نظام ړنګېدو او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د کابل او اسلام اباد ترمينځ د تجارت کچه کمه شوې وه. خو اوس د پاکستان افغانستان د سوداګرو د ګډې خونې مشر زاهد شينواری وايي چې دوطرفه سوداګري زیاته شوې ده. د نوموړي په خبره، په ۲۰۲۱ -۲۲ مالي کال کې د دواړو هېوادونو ترمینځ د يو ارب امريکايي ډالرو تجارت شوی دی. په دې اړه د مشال رېډيو خبريال عبدالحي کاکړ له زاهد شينواری سره مر...

خيبر پښتونخوا کې سېلابونو څارويو ته سخت زيان رسولی 02.09.2022

د خيبر پښتونخوا د مالدارۍ محکمې مشر ډاکټرعالم زيب ويلي دي چې په خيبر پښتونخوا کې سيلابونو څارويو ته هم سخت زيان رسولی دی. نوموړي د سېپټمبر پر دوېمه مشال راډيو ته وويل چې ۶۵۰۰ غواګانې، ۳۰۰۰ میښې، ۷۵۰۰ ګډان او ۵۵۰۰ بيزې سيلابونو لاهو کړي دي. د ده په خبره په ټوله صوبه کې ۱۸۰۰۰ د چرګانو فارمونه هم اغېزمن شوي دي. نوموړی دا خبره په داسي حال کې کوي چې په پاکستان کې د سېلابونو له وجې د وژلو شویو کسانو شمې...

د عدالت سپکاوی څه دی؟ څنګه کېږي او سزا يې څه ده؟ 01.09.2022

د پاکستان تحريک انصاف د مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان پر ضد د عدالت د توهين په يوه مقدمه کې د اسلام اباد های کورټ يوې پينځه کسيزه جرګګۍ د اګست ۳۱مې په اورېدنه کې نوموړي ته اووه ورځې مهلت ورکړ چې ورباندې د لګېدلي تور په اړه جمع کړي خپل ځواب ته بيا کتنه وکړي. پر عمران خان دا مقدمه تر هغې وروسته جوړه شوې چې نوموړي د اګست پر ۲۰مه په اسلام اباد کې د خپل ګوند يوې احتجاجي جلسې ته په وينا کې يوې ججې او...

پښتون سياستوال افراسياب خټک له ګورباچوف سره د خپل ملاقات قيصه کوي 31.08.2022

د پخواني شوروي اتحاد وروستی مشر میخایل ګورباچوف د اګست پر ۳۰مه مړ شو. پښتون سياستوال افراسياب خټک د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله او د عوامي نېشنل ګوند د پخواني مشر خان عبدالولي خان په ملتيا له ګورباچوف سره ليدلي ول. نوموړي د مشال رېډیو له خبريال عبدالحي کاکړ سره په مرکه کې له ګورباچوف سره د خپل ملاقات او ورسره يې د هغه پر شخصيت، سياست او د افغانستان په اړه د هغه پر تګلارې رڼا اچولې ده...

قاضي لودین: په جومات یا بل هر ځای کې د انسان وژنه ظالمانه عمل دی 18.08.2022

د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ ویلي دي چې د اګست پر ۱۷مه د ماښام لمانځه پر مهال په جومات کې په چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۲۱ ته رسېدلی دی. د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د اګست پر ۱۸مه وویل چې په پېښه کې ۳۳ کسان ژوبل شوي هم دي. اسوشيېټډ پرېس اژانس وايي، ځانمرګي برید د خیرخانې په صدیقیه جومات کې ځان والوځاوه. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې. خو تر دې مخکې په جوماتونو او نورو عبادتځایونو...

چارواکی: زلزلې د پکتیکا ۳۳ کلي بشپړ وران کړي 22.06.2022

په پکتیکا ولایت کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست مشر وايي، په زلزله کې د ولایت ۳۳ کلي "په بشپړ ډول" ړنګ شوي دي. حکمت الله عصمت د جون پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، تر اوسه په هغه ولایت کې ۱،۰۰۰ کسان وژل شوي او ۱،۵۰۰ ژوبل دي. دی وايي، د ژغورنې ډلو خپل کار ته دوام ورکړی او د مرګ ژوبلې زیاتېدو ویره ده. له نوموړي سره زموږ همکار اسدالله لودین مرکه کړې چې د غږ په ځای کې یې اورېدای شئ.

Słuchaj podcastu مرکې، شننې، تبصرې w Replaio

Radio i podcasty w jednej aplikacji - za darmo, bez zakładania konta. Zainstaluj już dziś i nie przegap premiery

Pobierz z Google Play

Replaio nie jest wydawcą podcastów; nazwy audycji, okładki i audio należą do ich autorów i są rozpowszechniane przez publiczne kanały RSS