مشال راډیو
تاندې هیلې
د تاندې هیلې خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.دا خپرونه هره اوونۍ د قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او پر پوله پرتو د افغانستان سیمو د ښځو په ژوند، ژواک، ټولنیز حیثیت، د دوی د بریاوو او د دوی په حقونو بحث کوي. تازه او پخوانۍ برخې دلته اورېدای شئ.
Vizitează neapărat site-ul podcastului și susține-i creatorul: www.mashaalradio.com
Autor
مشال راډیو
Categorie
Site-ul podcastului
Cel mai nou episod
7 dec. 2024
Unde asculți?
Podcasturi în aplicație Replaio Radio În curândPodcasturile ajung în curând în aplicație. Instaleaz-o acum și fii primul care descoperă o abordare complet nouă a podcasturilor
Episoade
ښځې څنګه د قانون له لارې په وراثت کې خپل حق ترلاسه کولای شي؟ 07.12.2024 25:02
د باجوړ ضلعې یوې مېرمنې له خپلې پلارګنۍ څخه په جاییداد کې خپله برخه اخیستې. د سلارزو عبدالله جان وایي چې مور د شاوخوا شپږ کاله تر عدالتي او قانوني کاروایانو وروسته په وراثت کې خپل حق ترلاسه کړ. د دې اونۍ په پروګرام کې په وراثت کې د ښځو د حق او په دې اړه پر قانون تاسو ته معلومات درکوو.
په پاکستان کې د ښځو ستونزې معلومې دي خو حل لارې یې څه دي؟ 09.03.2024 25:02
په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې ډلې عورت مارچ ویلي سږ کال د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل لاریونونه د بلوڅانو د حقونو فعالې ماهرنګ بلوڅې ته ډالۍ کوي. د دې سره سره د دې اونۍ په پروګرام کې د ښځو پر نړیوالې ورځې او د پښتنو مېرمنو پر ټولنیز ژوند، تعلیمي پرمختګ او کار روزګار خبرې کوو.
په انتخاباتو کې د ښځینه رایه ورکونکو څومره اهمیت دی؟ 31.01.2024 26:38
سیاسي فعالان وایي په راروانو عامو انتخاباتو کې د ښځو برخه اخیستل ډېر مهم دي ځکه چې د انتخاباتي کمېشن له قوانینو سره سم، که په کومه حلقه کې په اچولو شویو ووټونو کې د ښځو د ووټونو شمېر تر ۱۰ فیصده کم وي نو هلته به بیا انتخابات کېږي. د دې اوونۍ په تاندې هیلې پروګرام کې په انتخاباتي عمل کې د ښځو پر رول خبرې شوې دي. د پروګرام جوړونکې فرخنده اسد ده.
ګېلپ: افغان مېرمنې غیر یقیني او تورتم راتلونکی لري 17.11.2023 25:15
ګېلپ څېړنیزه اداره په خپلې یوې سروې کې وایي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو راتلونکی غیریقیني، له کړاوه ډک او تورتم دی. د سروې راپوروایي چې په هغه هېواد کې یوازې ۱۱ سلنه ښځې له خپل ژونده خوشاله دي چې دا په نړۍ کې د یو هېواد تر ټولو کمه شمېره هم ده.
ګلناز وايي، ورور یې له ۱۵ کالو راهیسې ورک دی 16.09.2023 25:13
په پاکستان کې د لادرکه شویو کسانو کورنۍ وایي کلونه تېر شول خو د دوی د خپلوانو په اړه ورته معلومات ورنکړای شول. د خیبر پښتونخوا په سوات ضلع کې د ځینو لادرکه شویو کسانو کورنۍ وایي دغه مسلې ورته ذهني پرېشانۍ جوړې کړي دي. نور تفصیل په تاندې هیلې خپرونه کې:
ماشوم ته د مور شودې ورکول څومره ارزښت لري؟ 05.08.2023 24:47
د صحت نړیواله اداره (ډبلیو اېچ او) هر کال د اګست لومړۍ اوونۍ ماشومانو ته د مور شېدو ورکولو د اهميت په ډاګه کولو په موخه لمانځي. دې ادارې د ۲۰۲۳م کال په خپل کمپاين کې دا پوښتنه پورته کړې چې يوه کار کوونکې مور څنګه وکولای شي چې خپل ماشوم ته پر وخت شودې يا پۍ ورکړي؟
شاه وزیر: زموږ د ښځو لپاره بې کوره کېدل ډېر سخت ول 17.06.2023 24:47
اورېدونکیو په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم د پوځي عملیاتو نهه کاله پوره شول. د دې اوونۍ په تاندې هیلې پروګرام کې د پوځي عملیاتو له وجې پر بې کورۍ او د ښځو پر ژوند په اثراتو تاسو ته معلومات درکوو.
په سیف الله کلا کې د واک د لومړۍ غونډې حال 06.06.2023 24:22
تېره میاشت د بلوچستان په کلا سیف الله کې د ښځو د سیاسي، کلتوري او ادبي غورځنګ "واک "له اړخه یوه تېره میاشت د بلوچستان په کلا سیف الله کې د ښځو د سیاسي، کلتوري او ادبي غورځنګ "واک " له اړخه یوه غونډه جوړه شوې وه چې پکې د سیمې نجونو پر خپلو مسلو خبرې او بحثونه وکړل. دا په سیف الله کلا کې د واک غورځنګ لومړۍ غونډه وه. په دې پروګرام کې د دغه غوڼدې په اړه تاسو ته معلومات درکوو. د پروګرام جوړونکې فرخنده...
پښتنې فعالانې: تعلیم د ښځو ژوند بدلولای شي 08.03.2023 24:39
د دې اوونۍ تاندې هیلې خپرونه مو د ښځو نړیوالې ورځې ته ځانګړې کړې ده. په دې خپرونه کې په پاکستان او په ځانګړي ډول په پښتنو سیمو کې د ښځو پر وضعیت غږېدلي یو. په خپرونه کې د ښځو او نجونو پر مسلو او د حللارو په اړه بحث شوی دی. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.
که له زلمو نه پوره نه شوه ـــ فخر افغانه جینکۍ به دې ګټینه 28.01.2023 26:01
دا ټپه خان عبدالغفار خان چې پر باچا خان مشهور دی، په خپل کتاب «زما ژوند او جدو جهد» کې د ښځو په کردار لیکلې ده. دا ټپه باچا خان بابا په چارسده کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې ویلې وه چې پکې ښځې هم ناستې وې.
خویندې چې کیني وروڼه ستایي 07.01.2023 26:01
ټپه د پښتو ادب یو ځانګړی صنف دی چې په اړه یې داسې هم ویل کیږي چې د پښتنو میرمنو له خولې وتلې ده او پکې یې د دوی د زړه حال بیان شوی دې. د نن په تاندې هیلې پروګرام کې پر پښتو ټپه او د پښتنې میرمنې سره د دې په تړاو تاسو ته مالومات درکوو.
د بشري حقونو فعالانې: افغان نجونې باید د تعلیم له حقه محرومې نه شي 03.01.2023 26:02
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د بشري حقونو فعالانې وایي باید په افغانستان کې د طالبانو مشران خپله هغه فیصله واپس واخلي چې پکې پر نجونو پوهنتونونو ته پر تګ او د هغوی پر کار بندیزونه لګول شوې دي. په دې اړه نن د فرخنده اسد په کوربه توب په تاندې هيلې اوونيزه خپرونه کې بحث شوی دی.
افغان نجونې: د طالبانو دا فیصله به افغانستان له پرمختګه لیرې وساتي 23.12.2022 25:49
په افغانستان کې د طالبانو لخوا پر نجونو د لوړو زده کړو بندیز اعلانولو نړیوال غبرګونونه راپارولي دي. په افغانستان کې دننه هم نجونو زده کونکیو دغه فیصله غندلې او دا یې د دوی د بنیادي حقونوڅخه یوه سرغړونه بللې ده. بلخوا په خیبر پښتونخوا کې هم د بشري حقونو فعالانو او د تعلیمي چارو پوهانو دغه فیصله غندلې.
پر ښځو د تشدد د ختمولو ۱۶ ورځنی کیمپېن روان دی 03.12.2022 26:10
په پاکستان کې د ښځو د حقونو خوندي ساتلو ادارې وایي، په هغه هېواد کې پر ښځو د تشدد په پېښو کې زیاتوالی راغلی دې. دا په داسې حال کې ده چې د نومبر له ۲۵مې څخه تر د ډېسېمبر ۱۰مې نیټې پورې په ټوله نړۍ کې پر ښځو د تشدد ختمولو په اړه د پوهاوي ۱۶ ورځنی مهم روان دی.
ژوب کې د نجونو لپاره د کتابتون جوړېدو یو کال پوره شو 09.02.2022 13:33
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ژوب کې د نجونو لپاره د ځانګړي کتابتون (لایبررۍ) د جوړېدو یو کال پوره شو. هغه کتابتون د پښتنو ښځو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حقونو غورځنګ واک په مرسته د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ پر ۱۷مه پرانیستل شوی وو. د ژوب نجونه وایي، دا یوازینۍ لایبرري ده چې د هغوی لپاره جوړه شوې ده او هغوی کولی شي هلته کښېني او د کتاب د لوست ترڅنګ پر ادبي او تعلیمي موضوعاتو بحثونه هم وکړي. د کتابتون چل...
خدايي خدمتګار تحریک کې د ښځو رول 20.01.2022 14:37
سږکال د جنورۍ پر ۲۰مه د خدایي خدمتګار تحریک د بنیاد ایښودنکي او په پښتنه ټولنه کې د عدم تشدد فلسفې د باني خان عبدالغفار خان (باچا خان) ۳۴ تلین لمانځل کېږي. نوموړي په پښتنه ټولنه کې د ښځو د کردار او د نجونو تعلیم لپاره یوه لویه مبارزه کړې ده. خبرونه دې غږ پر ځای کې اورېدای شئ.
خیبر پښتونخوا: پر ښځو د تشدد خلاف ۱۶ورځنی مهم روان دی 04.12.2021 14:44
په خیبر پښتونخوا کې، د ښځو د حقونو فعالانو د نومبر له ۲۵مې څخه پر ښځو د تشدد خلاف یو مهم پیل کړی چې په ترڅ کې یې هغوی، په پوهنتونونو او نورو تعلیمي ادارو کې غونډې جوړوي. له دې کاره یې موخه دا ده چې پر ښځو د هر قسم تشدد خلاف په ټولنه کې پوهه زیاته کړي. د خیبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۱ز کال په جنورۍ میاشت کې د کورني تشدد خلاف قانون منظور کړی خو د دغه قانون طریقه کار (رولز اف بزنس) لا نه دی منظور شوی. د...
زیبا اپرېدۍ: ښځې ووټونو ته ولاړې دي خو د عکسونو خپرولو اجازه نه لري 04.12.2021 16:30
د خیبر پښتونخوا په ۱۷ضلعو کې د ډېسېمبر پر ۱۹مه نېټه بلدیاتي انتخابات ترسره کېږي چې پکې ګڼې ښځې هم برخه لري. موږ په دې پروګرام کې له یو څو ښځو سره د هغوی پر انتخاباتي مهم، د هغوی په حلقو کې د ښځو د ووټ، د ښځو د شناختي کارډونو جوړولو پر مسلو او هلته د نجونو پر تعلیم او د ښځو د ووټ پر اهمیت خبرې کړې دي. دا به هم واورئ چې ښځې ولې په خپلو انتخاباتي پوسټرو او بېنرونو خپل نوم یا عکس نه شي ورکولای. د خپر...
په خدایي خدمتګار تحریک کې د ښځو ونډه 20.10.2021 14:24
په تاندې هیلې خپرونه کې د خدایي خدمتګار تحریک د بیا فعالېدو او په دغه تحریک کې د ښځو کردار په اړه مالومات درکوو. د خدایي خدمتګار تحریک بنیاد په ۱۹۲۹ز کال کې خان عبدالغفارخان چې په باچا خان مشهور دی اېښودی وو. په هغه وخت کې هم په دغه تحریک کې ښځې شاملې وې چې د ټولنې د خیرښېګړې او د نجونو پر تعلیم یې زیات کار کړی دی. د خپرونې کوربنه فرخنده اسد ده.
اوس نجونې ګودر ته نه ځي 09.10.2021 16:20
په تاندې هیلې پروګرام کې په پښتنه ټولنه کې د ښځو د ټولنیز او له کورني ژوند سره د تړلو هغو دودونو او رواجونو په اړه غږېږو چې اوس په ختمېدو دي. پښتنې ښځې وایي، پخوا به نجونې ګودر ته یو ځای تللې او دا شان ښځې به هم پټو ته ډلې ډلې تلې او د یو بل کره د تناره پر غاړه به هم رایو ځای کېدای خو اوس دغه دودونه په ختمېدو دي. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.
د طالبانو په واک کې د ښځو حقونه به څومره خوندي وي؟ 15.09.2021 15:19
په تاندې هیلې خپرونه کې په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د ښځو د مزاحمت او د دوی د کوښښونو په اړه خبرې او د دې ټرڅنګ څېړونکي په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته د ښځو مظاهرو او د دوی مزاحمت ته څنګه ګوري. دا په داسې حال کې ده چې په تېره اوونۍ کې د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر سیمو کې ښځو د طالبانو د واکمنۍ او د دوی حقونو د سرغړونو خلاف مظاهرې ترسره کړې. په افغانستان کې د طالبانو د نګران حکوم...
واک غورځنګ د افغانستان پر حالاتو اندېښنه ښوولې 08.09.2021 11:04
دا اوونۍ په تاندې هیلې خپرونه کې د "واک" په نوم د پښتنو ښځو د سیاسي او ټولنیز پرمختګ او د ادبي او کلتوري هلو ځلو یو غورځنګ په اړه معلومات درکوو چې په پاکستان او افغانستان کې ګڼې غړې لري. دوی په تېرو وختونو کې په پېښور او کوټه کې غونډې کړي دي چې موخه یې د ښځو ځواکمنول دي. په تاندې هیلې خپرونه کې اورئ چې د واک تحریک غړې د افغانستان حالاتو او پر ښځو د طالبانو د واکمنۍ د اثراتو په اړه څه دریځ لري. خپر...
چترال کې ولې د مېرمنو ځانوژنه زیاته شوې؟ 21.08.2021 14:09
اورېدونکیو! دا اوونۍ، په تاندې هیلې پروګرام کې، په چترال کې د جینکو او ښځو د ځان وژنې په زیاتېدونکې شرحې معلومات درکوو. د چترال انتظاميه او پولیس چارواکي وایي، دغلته د ښځو د ځان وژنې په پېښو کې په دې وروستیو پنځو کلونو کې زیاتوالی راغلی دی. د خیبر پښتونخوا چترال سیمه خپل یو جدا تاریخ او کلتور لري او چترالیان د غم ښادۍ او د خوشالیو او مېلو ځانګړي دودونه او رواجونه لري. د خیبر پښتونخوا د بشري حقونو...
"واک" غورځنګ بلوچستان کې غونډې جوړوي 12.11.2020 17:35
"واک" د پښتنو ښځو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حقونو د ژغورنې غورځنګ دی، چې اوس د بلوچستان یو شمېر پښتون مېشتو سیمو ته هم وغځېد، او هلته خپلې څانګې او یو شمېر ښځینه غړې لري. واک تحریک دوه کاله وړاندې جوړ شوی وو چې اوس په پېښور، کوټه او کابل کې څانګې لري، او ګڼې ښځې او نجونه ورسره مل دي. د واک د مشرانو په وینا، دوی په پښتنه ټولنه کې د ښځو د سیاسي پوهې، د دوی پر حقونو، د سیمې پر حالاتو او ټولنیزو مسل...
افغانې ښځې وایي سولې ته لېواله دي 22.10.2020 21:53
د افغانستان د بیلا بېلو ریاشتونو ښځې او نجونې که له یوې خوا د سولې لپاره روانو خبرو ته خوشاله دي، بل لوري ته هغوي سره په راتلونکې ممکنه سوله کې د ښځو د حقونو په برخه کې اندېښنې موجودې دي. د دوی په وینا افغانې ښځې په هېڅ ډول دې ته حاضرې نه دي چې د هغوی د نېږدې دوه لسیزو لاسته راوړنې او پرمختګونه دې په اوبو لاهو شي او په ټولنه کې یې رول له پامه وغورځول شي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ځو ځو وارې وی...
Podcasturi asemănătoare
Replaio nu este editorul podcasturilor; numele emisiunilor, coperțile și materialul audio aparțin autorilor lor și sunt distribuite prin fluxuri RSS publice