fr

مشال راډیو

تاندې هیلې

د تاندې هیلې خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.دا خپرونه هره اوونۍ د قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او پر پوله پرتو د افغانستان سیمو د ښځو په ژوند، ژواک، ټولنیز حیثیت، د دوی د بریاوو او د دوی په حقونو بحث کوي. تازه او پخوانۍ برخې دلته اورېدای شئ.

N'hésitez pas à visiter le site du podcast et à soutenir son créateur : www.mashaalradio.com

Auteur

مشال راډیو

Catégorie

News

Site du podcast

www.mashaalradio.com

Dernier épisode

7 déc. 2024

Où écouter ?

Les podcasts dans l'appli Replaio Radio Bientôt disponible

Les podcasts arrivent très bientôt dans l'appli. Installe-la dès maintenant et découvre en avant-première une toute nouvelle façon de vivre les podcasts

Télécharger sur Google Play Installe-la gratuitement Android près de 10 M de téléchargements · note de 4,8 iOS bientôt

Épisodes

ښځې څنګه د قانون له لارې په وراثت کې خپل حق ترلاسه کولای شي؟ 07.12.2024

د باجوړ ضلعې یوې مېرمنې له خپلې پلارګنۍ څخه په جاییداد کې خپله برخه اخیستې. د سلارزو عبدالله جان وایي چې مور د شاوخوا شپږ کاله تر عدالتي او قانوني کاروایانو وروسته په وراثت کې خپل حق ترلاسه کړ. د دې اونۍ په پروګرام کې په وراثت کې د ښځو د حق او په دې اړه پر قانون تاسو ته معلومات درکوو.

په پاکستان کې د ښځو ستونزې معلومې دي خو حل لارې یې څه دي؟ 09.03.2024

په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې ډلې عورت مارچ ویلي سږ کال د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل لاریونونه د بلوڅانو د حقونو فعالې ماهرنګ بلوڅې ته ډالۍ کوي. د دې سره سره د دې اونۍ په پروګرام کې د ښځو پر نړیوالې ورځې او د پښتنو مېرمنو پر ټولنیز ژوند، تعلیمي پرمختګ او کار روزګار خبرې کوو.

په انتخاباتو کې د ښځینه رایه ورکونکو څومره اهمیت دی؟ 31.01.2024

سیاسي فعالان وایي په راروانو عامو انتخاباتو کې د ښځو برخه اخیستل ډېر مهم دي ځکه چې د انتخاباتي کمېشن له قوانینو سره سم، که په کومه حلقه کې په اچولو شویو ووټونو کې د ښځو د ووټونو شمېر تر ۱۰ فیصده کم وي نو هلته به بیا انتخابات کېږي. د دې اوونۍ په تاندې هیلې پروګرام کې په انتخاباتي عمل کې د ښځو پر رول خبرې شوې دي. د پروګرام جوړونکې فرخنده اسد ده.

ګېلپ: افغان مېرمنې غیر یقیني او تورتم راتلونکی لري 17.11.2023

ګېلپ څېړنیزه اداره په خپلې یوې سروې کې وایي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو راتلونکی غیریقیني، له کړاوه ډک او تورتم دی. د سروې راپوروایي چې په هغه هېواد کې یوازې ۱۱ سلنه ښځې له خپل ژونده خوشاله دي چې دا په نړۍ کې د یو هېواد تر ټولو کمه شمېره هم ده.

ګلناز وايي، ورور یې له ۱۵ کالو راهیسې ورک دی 16.09.2023

په پاکستان کې د لادرکه شویو کسانو کورنۍ وایي کلونه تېر شول خو د دوی د خپلوانو په اړه ورته معلومات ورنکړای شول. د خیبر پښتونخوا په سوات ضلع کې د ځینو لادرکه شویو کسانو کورنۍ وایي دغه مسلې ورته ذهني پرېشانۍ جوړې کړي دي. نور تفصیل په تاندې هیلې خپرونه کې:

ماشوم ته د مور شودې ورکول څومره ارزښت لري؟ 05.08.2023

د صحت نړیواله اداره (ډبلیو اېچ او) هر کال د اګست لومړۍ اوونۍ ماشومانو ته د مور شېدو ورکولو د اهميت په ډاګه کولو په موخه لمانځي. دې ادارې د ۲۰۲۳م کال په خپل کمپاين کې دا پوښتنه پورته کړې چې يوه کار کوونکې مور څنګه وکولای شي چې خپل ماشوم ته پر وخت شودې يا پۍ ورکړي؟

شاه وزیر: زموږ د ښځو لپاره بې کوره کېدل ډېر سخت ول 17.06.2023

اورېدونکیو په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم د پوځي عملیاتو نهه کاله پوره شول. د دې اوونۍ په تاندې هیلې پروګرام کې د پوځي عملیاتو له وجې پر بې کورۍ او د ښځو پر ژوند په اثراتو تاسو ته معلومات درکوو.

په سیف الله کلا کې د واک د لومړۍ غونډې حال 06.06.2023

تېره میاشت د بلوچستان په کلا سیف الله کې د ښځو د سیاسي، کلتوري او ادبي غورځنګ "واک "له اړخه یوه تېره میاشت د بلوچستان په کلا سیف الله کې د ښځو د سیاسي، کلتوري او ادبي غورځنګ "واک " له اړخه یوه غونډه جوړه شوې وه چې پکې د سیمې نجونو پر خپلو مسلو خبرې او بحثونه وکړل. دا په سیف الله کلا کې د واک غورځنګ لومړۍ غونډه وه. په دې پروګرام کې د دغه غوڼدې په اړه تاسو ته معلومات درکوو. د پروګرام جوړونکې فرخنده...

پښتنې فعالانې: تعلیم د ښځو ژوند بدلولای شي 08.03.2023

د دې اوونۍ تاندې هیلې خپرونه مو د ښځو نړیوالې ورځې ته ځانګړې کړې ده. په دې خپرونه کې په پاکستان او په ځانګړي ډول په پښتنو سیمو کې د ښځو پر وضعیت غږېدلي یو. په خپرونه کې د ښځو او نجونو پر مسلو او د حللارو په اړه بحث شوی دی. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

که له زلمو نه پوره نه شوه ـــ فخر افغانه جینکۍ به دې ګټینه 28.01.2023

دا ټپه خان عبدالغفار خان چې پر باچا خان مشهور دی، په خپل کتاب «زما ژوند او جدو جهد» کې د ښځو په کردار لیکلې ده. دا ټپه باچا خان بابا په چارسده کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې ویلې وه چې پکې ښځې هم ناستې وې.

خویندې چې کیني وروڼه ستایي 07.01.2023

ټپه د پښتو ادب یو ځانګړی صنف دی چې په اړه یې داسې هم ویل کیږي چې د پښتنو میرمنو له خولې وتلې ده او پکې یې د دوی د زړه حال بیان شوی دې. د نن په تاندې هیلې پروګرام کې پر پښتو ټپه او د پښتنې میرمنې سره د دې په تړاو تاسو ته مالومات درکوو.

د بشري حقونو فعالانې: افغان نجونې باید د تعلیم له حقه محرومې نه شي 03.01.2023

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د بشري حقونو فعالانې وایي باید په افغانستان کې د طالبانو مشران خپله هغه فیصله واپس واخلي چې پکې پر نجونو پوهنتونونو ته پر تګ او د هغوی پر کار بندیزونه لګول شوې دي. په دې اړه نن د فرخنده اسد په کوربه توب په تاندې هيلې اوونيزه خپرونه کې بحث شوی دی.

افغان نجونې: د طالبانو دا فیصله به افغانستان له پرمختګه لیرې وساتي 23.12.2022

په افغانستان کې د طالبانو لخوا پر نجونو د لوړو زده کړو بندیز اعلانولو نړیوال غبرګونونه راپارولي دي. په افغانستان کې دننه هم نجونو زده کونکیو دغه فیصله غندلې او دا یې د دوی د بنیادي حقونوڅخه یوه سرغړونه بللې ده. بلخوا په خیبر پښتونخوا کې هم د بشري حقونو فعالانو او د تعلیمي چارو پوهانو دغه فیصله غندلې.

پر ښځو د تشدد د ختمولو ۱۶ ورځنی کیمپېن روان دی 03.12.2022

په پاکستان کې د ښځو د حقونو خوندي ساتلو ادارې وایي، په هغه هېواد کې پر ښځو د تشدد په پېښو کې زیاتوالی راغلی دې. دا په داسې حال کې ده چې د نومبر له ۲۵مې څخه تر د ډېسېمبر ۱۰مې نیټې پورې په ټوله نړۍ کې پر ښځو د تشدد ختمولو په اړه د پوهاوي ۱۶ ورځنی مهم روان دی.

ژوب کې د نجونو لپاره د کتابتون جوړېدو یو کال پوره شو 09.02.2022

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ژوب کې د نجونو لپاره د ځانګړي کتابتون (لایبررۍ) د جوړېدو یو کال پوره شو. هغه کتابتون د پښتنو ښځو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حقونو غورځنګ واک په مرسته د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ پر ۱۷مه پرانیستل شوی وو. د ژوب نجونه وایي، دا یوازینۍ لایبرري ده چې د هغوی لپاره جوړه شوې ده او هغوی کولی شي هلته کښېني او د کتاب د لوست ترڅنګ پر ادبي او تعلیمي موضوعاتو بحثونه هم وکړي. د کتابتون چل...

خدايي خدمتګار تحریک کې د ښځو رول 20.01.2022

سږکال د جنورۍ پر ۲۰مه د خدایي خدمتګار تحریک د بنیاد ایښودنکي او په پښتنه ټولنه کې د عدم تشدد فلسفې د باني خان عبدالغفار خان (باچا خان) ۳۴ تلین لمانځل کېږي. نوموړي په پښتنه ټولنه کې د ښځو د کردار او د نجونو تعلیم لپاره یوه لویه مبارزه کړې ده. خبرونه دې غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

خیبر پښتونخوا: پر ښځو د تشدد خلاف ۱۶ورځنی مهم روان دی 04.12.2021

په خیبر پښتونخوا کې، د ښځو د حقونو فعالانو د نومبر له ۲۵مې څخه پر ښځو د تشدد خلاف یو مهم پیل کړی چې په ترڅ کې یې هغوی، په پوهنتونونو او نورو تعلیمي ادارو کې غونډې جوړوي. له دې کاره یې موخه دا ده چې پر ښځو د هر قسم تشدد خلاف په ټولنه کې پوهه زیاته کړي. د خیبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۱ز کال په جنورۍ میاشت کې د کورني تشدد خلاف قانون منظور کړی خو د دغه قانون طریقه کار (رولز اف بزنس) لا نه دی منظور شوی. د...

زیبا اپرېدۍ: ښځې ووټونو ته ولاړې دي خو د عکسونو خپرولو اجازه نه لري 04.12.2021

د خیبر پښتونخوا په ۱۷ضلعو کې د ډېسېمبر پر ۱۹مه نېټه بلدیاتي انتخابات ترسره کېږي چې پکې ګڼې ښځې هم برخه لري. موږ په دې پروګرام کې له یو څو ښځو سره د هغوی پر انتخاباتي مهم، د هغوی په حلقو کې د ښځو د ووټ، د ښځو د شناختي کارډونو جوړولو پر مسلو او هلته د نجونو پر تعلیم او د ښځو د ووټ پر اهمیت خبرې کړې دي. دا به هم واورئ چې ښځې ولې په خپلو انتخاباتي پوسټرو او بېنرونو خپل نوم یا عکس نه شي ورکولای. ​د خپر...

په خدایي خدمتګار تحریک کې د ښځو ونډه 20.10.2021

په تاندې هیلې خپرونه کې د خدایي خدمتګار تحریک د بیا فعالېدو او په دغه تحریک کې د ښځو کردار په اړه مالومات درکوو. د خدایي خدمتګار تحریک بنیاد په ۱۹۲۹ز کال کې خان عبدالغفارخان چې په باچا خان مشهور دی اېښودی وو. په هغه وخت کې هم په دغه تحریک کې ښځې شاملې وې چې د ټولنې د خیرښېګړې او د نجونو پر تعلیم یې زیات کار کړی دی. د خپرونې کوربنه فرخنده اسد ده.

اوس نجونې ګودر ته نه ځي 09.10.2021

په تاندې هیلې پروګرام کې په پښتنه ټولنه کې د ښځو د ټولنیز او له کورني ژوند سره د تړلو هغو دودونو او رواجونو په اړه غږېږو چې اوس په ختمېدو دي. پښتنې ښځې وایي، پخوا به نجونې ګودر ته یو ځای تللې او دا شان ښځې به هم پټو ته ډلې ډلې تلې او د یو بل کره د تناره پر غاړه به هم رایو ځای کېدای خو اوس دغه دودونه په ختمېدو دي. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

د طالبانو په واک کې د ښځو حقونه به څومره خوندي وي؟ 15.09.2021

په تاندې هیلې خپرونه کې په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د ښځو د مزاحمت او د دوی د کوښښونو په اړه خبرې او د دې ټرڅنګ څېړونکي په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته د ښځو مظاهرو او د دوی مزاحمت ته څنګه ګوري. دا په داسې حال کې ده چې په تېره اوونۍ کې د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر سیمو کې ښځو د طالبانو د واکمنۍ او د دوی حقونو د سرغړونو خلاف مظاهرې ترسره کړې. په افغانستان کې د طالبانو د نګران حکوم...

واک غورځنګ د افغانستان پر حالاتو اندېښنه ښوولې 08.09.2021

دا اوونۍ په تاندې هیلې خپرونه کې د "واک" په نوم د پښتنو ښځو د سیاسي او ټولنیز پرمختګ او د ادبي او کلتوري هلو ځلو یو غورځنګ په اړه معلومات درکوو چې په پاکستان او افغانستان کې ګڼې غړې لري. دوی په تېرو وختونو کې په پېښور او کوټه کې غونډې کړي دي چې موخه یې د ښځو ځواکمنول دي. په تاندې هیلې خپرونه کې اورئ چې د واک تحریک غړې د افغانستان حالاتو او پر ښځو د طالبانو د واکمنۍ د اثراتو په اړه څه دریځ لري. خپر...

چترال کې ولې د مېرمنو ځانوژنه زیاته شوې؟ 21.08.2021

اورېدونکیو! دا اوونۍ، په تاندې هیلې پروګرام کې، په چترال کې د جینکو او ښځو د ځان وژنې په زیاتېدونکې شرحې معلومات درکوو. د چترال انتظاميه او پولیس چارواکي وایي، دغلته د ښځو د ځان وژنې په پېښو کې په دې وروستیو پنځو کلونو کې زیاتوالی راغلی دی. د خیبر پښتونخوا چترال سیمه خپل یو جدا تاریخ او کلتور لري او چترالیان د غم ښادۍ او د خوشالیو او مېلو ځانګړي دودونه او رواجونه لري. د خیبر پښتونخوا د بشري حقونو...

"واک" غورځنګ بلوچستان کې غونډې جوړوي 12.11.2020

"واک" د پښتنو ښځو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حقونو د ژغورنې غورځنګ دی، چې اوس د بلوچستان یو شمېر پښتون مېشتو سیمو ته هم وغځېد، او هلته خپلې څانګې او یو شمېر ښځینه غړې لري. واک تحریک دوه کاله وړاندې جوړ شوی وو چې اوس په پېښور، کوټه او کابل کې څانګې لري، او ګڼې ښځې او نجونه ورسره مل دي. د واک د مشرانو په وینا، دوی په پښتنه ټولنه کې د ښځو د سیاسي پوهې، د دوی پر حقونو، د سیمې پر حالاتو او ټولنیزو مسل...

افغانې ښځې وایي سولې ته لېواله دي 22.10.2020

د افغانستان د بیلا بېلو ریاشتونو ښځې او نجونې که له یوې خوا د سولې لپاره روانو خبرو ته خوشاله دي، بل لوري ته هغوي سره په راتلونکې ممکنه سوله کې د ښځو د حقونو په برخه کې اندېښنې موجودې دي. د دوی په وینا افغانې ښځې په هېڅ ډول دې ته حاضرې نه دي چې د هغوی د نېږدې دوه لسیزو لاسته راوړنې او پرمختګونه دې په اوبو لاهو شي او په ټولنه کې یې رول له پامه وغورځول شي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ځو ځو وارې وی...

Écoute le podcast تاندې هیلې sur Replaio

La radio et les podcasts dans une seule appli - gratuite, sans inscription. Installe-la dès aujourd'hui et ne rate pas le lancement

Télécharger sur Google Play

Replaio n'est pas éditeur de podcasts ; les noms des émissions, les visuels et l'audio appartiennent à leurs auteurs et sont diffusés via des flux RSS publics