مشال راډیو

نا ویلې خبرې

News UR ↓ Επεισόδια: 21

د مشال راډیو په ځانګړي پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې پر هغو موضوعاتو بحث کېږي چې عموماً ورباندې خلک د ټولنیزو محدودیتونو او دودنو له وجې نه غږېږي او ځینې خلک یې شرم بولي.

Μην παραλείψεις να επισκεφτείς τη σελίδα του podcast και να στηρίξεις τον δημιουργό: www.mashaalradio.com

Δημιουργός

مشال راډیو

Κατηγορία

News

Ιστοσελίδα του podcast

www.mashaalradio.com

Τελευταίο επεισόδιο

26 Μαρ 2025

Πού να ακούσεις;

Podcast στην εφαρμογή Replaio Radio Έρχεται σύντομα

Τα podcast έρχονται σύντομα στην εφαρμογή. Εγκατάστησέ την τώρα και δες πρώτος μια εντελώς νέα προσέγγιση στα podcast

Κατέβασέ το από το Google Play Δωρεάν εγκατάσταση Android σχεδόν 10 εκατ. λήψεις · βαθμολογία 4,8 iOS σύντομα

Επεισόδια

ولې ځینې پښتنې لیکوالې په مستعارو نومونو لیکل کوي؟ 26.03.2025

دا اونۍ مو د مشال راډیو په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې د پښتنو ښځینه لیکوالو پر ستونزو او لاس ته راوړنو بحث لرو. موږ پر دې غږیدلي یو چې د پښتنو ښځینه لیکوالو پنځونې په ټولنه کې کې بدلون راوستلی شي او که نه؟ او دا هم چې د هغوی تخلیقاتو ته څه ډول عکس العمل ښودل کېږي؟ همدا رنګه دا موضوع هم څېړو چې ولې ځینې پښتنې لیکوالې په فرضي نومونو لیکل کوي او له دې یې موخه څه ده؟ په پاډکاسټ کې راسره لیکواله، شاعره...

فعالان: د قوانینو په سمه توګه نه عملي کېدو له وجې د سورې دود موجود دی 13.03.2025

د مشال راډیو په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې مو دا ځل پر دې خبرې کړي دي چې د سورې دود د ښځو ژوند له کومو کړاوونو سره مخامخوي؟ پر دې مو هم خبرې کړي دي چې د بدو دښمنیو له وجې د ښځو ژوند څومره متاثره کېږي او د ښځو خوندیتوب لپاره جوړ شوي قوانین څومره عملي کېږي؟ په پاډکاسټ کې راسره وکیله او د ښځو د حقونو مبارزه نایاب توري او د خبریال افتاب مومند مېلمانه دي. بشپړه خپرونه واورئ.

د ښځو نړیواله ورځ: پښتنې نجونه د تعلیم او کار څومره حقونه لري؟ 08.03.2025

د مشال راډیو په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې مو دا ځل د مارچ پر اتمه د ښځو نړیوالې په مناسبت پر دې خبرې کړې دي چې پښتنې نجونه او ښځې د تعلیم، کار او صحت په برخو کې څومره حقونه لري او د هغوی د خوندیتوب لپاره جوړ شوي قوانین څومره عملي کېږي؟ په خپرونه کې په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت هم غږېدلي یو. په پاډکاست کې راسره لیکواله او د ښځو د حقونو مبارزه ایمان جمیل، خبریاله او پخوانۍ لوبغاړې جمایمه اپرېدۍ او...

شنونکي: د نجونو تعلیم د حکومت لومړیتوبونو کې شامل نه دی 24.01.2025

په "نا ویلې خبرې" خپرونه کې مو دا ځل پر دې بحث کړی دی چې په پښتني ټولنه کې د هلکانو په نسبت د نجونو د کم تعلیمي کچ لاملونه څه دي. د پاکستان حکومت وايي، په هغه هېواد کې تر ۲۶ مېلیونه زیات ماشومان ښوونځيو ته نه ځي چې زیات شمېر یې نجونه دي. دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه د جنورۍ پر ۲۴مه د تعلیم نړیواله ورځ لمانځي او پر حکومتونو یې غږ کړی دی چې تعلیم ته دې توجه زیاته کړي. په پاډکاسټ کې د تعلیمي...

فعالانې وايي پښتانه ښځو ته د حقونو له ورکولو پرته پرمختګ نه شي کولای 09.01.2025

د مشال راډیو په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې مو دا ځل د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې پر ښځو د تشدد پر لاملونو بحث کړی دی. له دې پرته به دا هم واورئ چې په هغه صوبه کې ښځې تر اوسه د تعلیم او کار په برخه کې پوره حقونه ولې نه لري؟ په خپرونه کې د ښځو د حقونو مبارزه بختوره کلیواله او صابره غلزۍ مېلمنې دي. بشپړه خپرونه واورئ او پاډکاسټ سبسکرایب کړئ.

پر ټولنیزو شبکو د جعلي حسابونو او انځورونو له لارې ښځې څنګه په نخښه کېږي؟ 12.12.2024

په نا ویلې خبرې پاډکاسټ کې مو دا ځل پر دې بحث کړی دی چې په پښتني ټولنه کې خلک ټولنیزې شبکې څنګه کاروي او ټولنیزې شبکې پر ښځو څه اغېز لري. دا په داسې حال کې ده چې پوهان وايي چې پر ټولنیزو شبکو جعلي حسابونه، انځورونه او ویډیوګانې د ښځو رواني یا نفسیاتي صحت ګواښي. په خپرونه کې راسره د انټرنېټي ازادۍ مبارز فواد پیرزاده او د ښځو د حقونو مبارزه او د نفسیاتي چارو پوهه صبیحه اسرار مېلمانه دي. بشپړه خپرونه...

ملګري ملتونه: د نړۍ شاوخوا ۷۳۶ مېلیونه ښځې د جنسي یا جسماني تشدد ښکار شوې دي 25.11.2024

دا اونۍ د مشال راډیو په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې پر ښځو د تشدد په اړه خبرې شوې دي. ملګري ملتونه د نومبر ۲۵مه پر ښځو د تشدد مخنیوي د نړیوالې ورځ او بیا د نومبر له ۲۵مې څخه تر ډېسېمبر تر ۱۰مې پورې پر ښځو د تشدد پر وړاندې ۱۶ ورځنی کیمپېن ترسره کوي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې پر ښځو د تشدد پېښې زیاتې شوې دي. په پاډکاسټ کې دا ځل راسره د بشري حقونو مبارزه نیلم رحیم او وکی...

شنونکي: د پوهاوي کموالي له وجې پر ماشومانو جنسي تشدد ورځ تر بلې زیاتېږي 30.10.2024

د مشال راډیو په پاډکاسټ "نا ویلي خبرې" کې مو دا ځل پر ماشومانو د جنسي تشدد په اړه بحث کړی دی. پر دې هم غږېدلي یو چې په پاکستان، او په تېره په خیبر پښتونخوا کې، پر ماشومانو د جنسي تېریو د پېښو مخه ولې نه نیول کېږي او په دې لړ کې د ماشومانو پوهاوی څومره اړین دی. په خپرونه کې د ماشومانو حقونو مبارز عمران ټکر، د نفسیاتي یا رواني چارو پوهه او د جنسي تشدد ښکار ماشومانو د روغتیايي مرکز غړې انیلا خان او د...

د اکتوبر میاشت ولې د سینې سرطان په اړه پوهاوي ته ځانګړې کېږي؟ 09.10.2024

د مشال راډیو په پاډکاسټ نا ویلي خبرې کې مو دا ځل د سینې د سرطان پر علاماتو، درملنې او د ناروغۍ په اړه په ټولنه کې پر پوهاوي بحث کړی دی. پر دې هم غږېدلي یو چې په پاکستان، او په تېره په خیبر پښتونخوا کې، د سینې سرطان په اړه د پوهاوي غونډې کېږي او که نه؟ په خپرونه کې مو د پېښور په لېډي رېډنګ روغتون کې عمومي جراح ډاکتر عنایت الله، د سینې سرطان او نورو ناروغیو په اړه د اګهۍ لپاره د کارکوونکې ادارې هیوم...

پښتنې نجونه د ورزش په ډګر کې کومې ستونزې لري؟ 18.09.2024

د مشال راډيو په پاډکاسټ نا ویلې خبرې کې مو دا ځل پر دې خبرې کړې دي چې په خیبر پښتونخوا کې په سپورټي سیالیو کې د هلکانو په نسبت د نجونو شمېر ولې کم دی؟ پر دې هم غږېدلي یو چې پښتنې نجونه او ښځې د لوبو او ورزش لپاره څومره موقعې او مرکزونه لري. په خپرونه کې راسره فوټبالر عتیق شینواری او د پېښور یوه ورزشکاره سونیا مېلمانه دي. بشپړه خپرونه واورئ.

پښتنې ښځې ولې خپلې ناروغۍ پټوي؟ 04.09.2024

د مشال راډیو په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې دا ځل پر دې موضوع بحث شوی دی چې اکثره پښتنې ښځې د سینې سرطان او دا ډول د ښځو ځینې نورې ناروغۍ ولې پټوي او د دې په ویلو کې ولې شرم محسوسوي؟ ډاکټران وايي چې د ناروغۍ په اړه پر وخت کورنۍ نه خبرولو او درملنې نه کېدو له امله زياتره ښځې له نورو روغتيايي ستونزو سره مخامخېږي. په پاډکاسټ کې پر دې موضوع د بحث لپاره د ښځو د ناروغیو په اړه د اګاهۍ په پروګرامونو کې برخ...

فعالان: د سرو زرو سینګارتوکو اخیستو وس نه لرلو له وجې د نجونو ودونه ځنډېږي 21.08.2024

په پښتنو کې پلارګنۍ اکثر خپلې ودېدونکې لور ته د سرو زرو سینګارتوکي یا کالي جوړوي خو ډېری کورنۍ وايي چې د ګرانۍ له وجې دا کار ګران شوی دی. د بشري حقونو مبارزان وايي چې د دې دود له وجې د ځینو نجونو رشتې اغېزمنېږي او ودونه یې ځنډېږي. په نا ویلې خپرونه کې مو دا ځل پر همدې موضوع بحث کړی دی. په خپرونه کې د بشري او ښځو د حقونو مبارزانې نیلم رحیم او تاجمینه، خبریال جمیل مومند او د چارسدې اوسېدونکې مریم بي...

د ښځو نړیواله ورځ: فعالانې وايي خیبر پښتونخوا کې پر ښځو تشدد زیات شوی 08.03.2024

په خیبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو مبارزانې وايي چې هلته پر ښځو د تشدد پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي. دوی دا څرګندونه پر داسې مهال کړې ده چې د مارچ پر اتمه د ښځو نړیواله ورځ لمانځل کېږي. موږ دا ځل نا ویلې خبرې پاډکاسټ همدې موضوع ته ځانګړی کړی دی.

پښتنې د ژوند په ټولو څانګو کې د کار کولو اجازه ولې نه لري؟ 30.08.2023

د مشال راډیو د دې اوونۍ په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې پر دې بحث شوی دی چې پښتنو ښځو ته د ژوند په ټولو څانګو کې د کار کولو اجازه ولې نه ورکول کېږي. په پاکستان او په تېره بیا په خیبر پښتونخوا کې یو شمېر ادارې د ښځو د تعلیم او د هغوی د کار و روزګار په برخه کې د پوهاوې پروګرامونه کوي خو بیا هم زیاتره کورنۍ د ښځو لپاره د ښوونکې یا ډاکټرې دنده خوښوي خو په صحافت، غیرسرکاري ادارو، انجينېرۍ او دغسې یو شمېر...

په وراثت کې ښځو ته حق ورکول ولې ستونزمن دي؟ 09.05.2023

د مشال راډیو د دې اوونۍ په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې په وراثت کې د ښځو د برخې په اړه بحث شوی دی. د خیبرپښتونخوا حکومت په ۲۰۱۹م کال کې په وراثت کې د ښځو د برخې په اړه قانون منظور کړ خو د ښځو د حقونو مبارزه کوونکي وايي چې دا قانون په سمه توګه نه عملي کېږي.

په روژه کې ولې د ښځو ستونزې "زیاتې" شي؟ 05.04.2023

د مشال راډیو د دې اوونۍ په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې مو پر دې بحث کړی چې روژه د زغم میاشت ده خو ولې پر ښځو د تشدد پېښې مخې ته پکې راځي؟ د دې ترڅنګ دا به هم واورئ چې پر ښځو د کورني تشدد زیاتره پېښې ولې نه ثبتېږي او ښځې د خپلو حقونو په اړه څومره پوهاوی لري.

د ښځو نړيواله ورځ : ښځې روغتيا او زدکړو ته څومره لاسرسی لري؟ 08.03.2023

د مشال راډيو "ناویلې خبرې" پاډکاسټ مو دا ځل د ښځو نړيوالې ورځې ته ځانګړی کړی دی چې نن (مارچ پر ۸مه) لمانځل کېږي. په دې کې به واورئ چې په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې ښځې له کومو ستونزو سره مخامخ دي او دوی ولې د زده کړو او روغتيا له اسانتیاوو څخه بې برخې دي.؟

د ناموسي وژنو مخنیوی تر اوسه ولې نه دی ممکن شوی؟ 09.02.2023

د مشال راډیو په نا ویلې خبرې پاډاکاسټ کې مو دا ځل پر ناموسي وژنو بحث کړی دی. په خپرونه کې اورئ چې ایا د ناموس په نوم د ښځو وژنه د کورنۍ پت او عزت خوندي کوي او که څنګه؟ له دې پرته به دا واورئ چې په ټولنه کې د ناموسي وژنو مخه تر اوسه ولې نه ده نیول شوې؟ په خپرونه کې د بشري حقونو فعال عرفان حسین بابک، وکیله ثنا ګلزار، د ټولنیزو شبکو چارو پوه اسد جان او د ښځو د حقونو مبارزه نوشین فاطمه مېلمانه دي.

د واده پرمهال له نجلۍ د کور د ټولو کارونو کولو تمه ولې ساتل کېږي؟ 02.12.2022

د مشال راډيو په اوونيزه خپرونه "ناویلې خبرې" کې دا ځل پر دې بحث شوی چې د هلک او نجلۍ ترمينځ د واده پر مهال دا تمه ولې ساتل کېږي چې له واده وروسته به د کور ټول کارونه نجلۍ کوي. د دې د واده پر مهال زيات جهېز يا ولور، صورت او د کورنۍ مالي حالت ته هم کتل کېږي. دا چې په پښتني ټولنه کې دا ډول فکرونه ولې موجود دي او د دې د نجلۍ او هلک پر ژوند څه اغېز وي؟ خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

پاکستان کې پر ښځو د تشدد پېښې ولې زیاتېږي؟ 13.10.2022

په پاکستان کې د بشري حقونو سازمانونه وايي، په هغه هېواد کې هر کال پر ښځو د تشدد بېلابېلې پېښې په زیاتېدو دي او پکې د وژل شویو ښځو شمېر هم لوړېږي. دوی وايي، حکومت باید د حقونو او د ښځو د ساتنې قوانین عملي کړي. موږ د "نا ویلې خبرې" خپرونې دویم ټوک همدې موضوع ته ځانګړی کړی او پکې مو په کورني تشدد، د خوښې واده او نورو معاملو کې د ښځو وژنو ته کتنه کړې. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

د زامنو په زېږون خوشالي او د نجونو پر پیدا کېدو خپګان ولې؟ 23.08.2022

د مشال راډیو د ځانګړي پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" په لومړۍ برخه کې پر دې غږېدلي یو چې په پښتني ټولنه کې اکثر د لوڼو پرتله د زامنو زېږون ته ولې ارزښت ورکول کېږي او د نجلۍ پیدایښت ولې د ځینو خلکو د خپګان لامل کېږي؟ له دې پرته دا هم اورئ چې د پوهاوي او تعلیم باوجود خلک ولې تر اوسه زامن د خپلې کورنۍ راتلونکې لپاره مهم بولي او لوڼو ته حقونه نه ورکوي. په خپرونه کې د پېښور یوه اوسېدونکې شاه سلطانه، د ماشومانو...

Άκου το podcast نا ویلې خبرې στο Replaio

Ραδιόφωνο και podcast σε μία εφαρμογή - δωρεάν, χωρίς εγγραφή. Εγκατάστησέ την σήμερα και μη χάσεις την πρεμιέρα

Κατέβασέ το από το Google Play

Το Replaio δεν είναι εκδότης podcast - τα ονόματα των εκπομπών, τα εξώφυλλα και ο ήχος ανήκουν στους δημιουργούς τους και διανέμονται μέσω δημόσιων ροών RSS