مشال راډیو

پښتونخوا او قبایل

News UR ↓ 50 bölüm

مشال راډیو له ۲۰۱۰ز کال راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته ولایتونو لپاره خپرونې کوي. مشال راډیو د ازادې اروپا راډیو د پښتو ژبې څانګه او خپلواکه خبري اداره ده.

Podcast'in sitesini ziyaret etmeyi ve yapımcısını desteklemeyi unutma: www.mashaalradio.com

Yazar

مشال راډیو

Kategori

News

Podcast web sitesi

www.mashaalradio.com

Son bölüm

12 Ağu 2023

Nereden dinlenir?

Uygulamada podcast'ler Replaio Radio Çok yakında

Podcast'ler çok yakında uygulamaya geliyor. Şimdi yükle ve podcast'lere yepyeni bir bakışı ilk gören sen ol

Google Play'den indir Ücretsiz yükle Android 5 Mn+ indirme · 4,8 puan iOS yakında

Bölümler

سهېلي وزیرستان: د ځمکې پر سر دوو قبیلو په شخړه کې درې تنه مړه، شپږ ژوبل 23.02.2021

د جنوبي وزیرستان په کرکڼیو کې د ځليخېلو او دوتاڼیو ترمینځ له تېرو ۱۱ ورځو راهیسې د مځکې پر سر په شخړه کې درې تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي. له مشال راډیو سره په خبرو کې د پولیس چارواکي ویلي چې دواړه غاړې پر یوه بل درنه وسله کاروي.

خوست میشتو وزیرستانیو کډوالو پر غلام خان د پرلت وهلو دړکه کړې 19.02.2021

په خوست کې میشت د شمالي وزیرستان کډوالو له پاکستاني سرکار غوښتي چې بې له ځنډه دې دوی خپلو سیمو ته ورستانه کړي یا دې پر غلام خان د تګ راتګ اجازه ورکړل شي. د دوی په وینا که یې دا ستونزه ژر هواره نه شوه ګنې پر غلام خان به پرلت ووهي. د عمر وزیر راپور

سویېلي وزیرستان کې پر پوسته وسله وال برید څلور عسکر وژلي، درې ژوبل 12.02.2021

د سویېلي وزیرستان په رځڼ خوله سیمه کې شوال ته پر تلونکې لار بېګا ناوخته پر یوې پوځي پوستې په وسله وال برېد کې څلور عسکر وژل شوي او درې نوز ژوبل دي. ای اېس پي ار د دغه برید پخلی کوي خو وايي چې په جوابي ډزو کې یې څلور مشکوک وسله وال هم وژلي دي. تحریک طالبان پاکستان د برید ذمه واري منلې

وزیرستان کې یو ځايي مشر ګل رحمان وژل شوی 12.02.2021

د شمالي وزیرستان په غلام خان کې پولیس او ځايي خلک وايي، د فېبرورۍ پر لسمه نېټه یو ځايي مشر حاجي ګل رحمان په یوه هدفي برید کې وژل شوی دی. په وزیرستانو کې د دغه بریدونو خلاف خلکو او په تېره پښتون ژغورنې غورځنګ بیا بیا لاریونونه کړي. د عمر وزیر رپورټ

په افغانستان کې وزیرستاني کډوال وايي پر غلام خان یې مړي او ناروغان نه پرېښودل کېږي 02.02.2021

په افغانستان کې میشته د شمالي وزیرستان بې کوره شوي خلک وايي، خپلو سیمو ته ستنېدل خو یې پرېږده اوس یې مړي او ناروغان هم پر غلام خان بندر نه پرېږدي. دو پر پاکستان سرکار د دغه بندیزونو لیرېکولو ږغ وکړ. د عمر وزیر رپورټ

چګملۍ کې پښتون ژغورنې غورځنګ خپل پرلت پای ته ورساوه 22.01.2021

د سوهېلي وزیرستان په چګملۍ سیمه کښې د پي ټي اېم او ځايي ولس له تېرو ۱۱ورځو راهیسې روان خپل پرلت د صوبايي اسمبلۍ غړي عصام الدین په ژمنه ختم کړ چې غوښتنې به یې سرکار ته رسوي. دغه پرلت د دوو ځايي کسانو د ورکېدو، د ښخو ماینونو پاکولو او پر امنیتي پوستو د عسکرو د چلند خلاف وو. د اشتیاق مسید راپور

باچاخان او پښتانه ځوانان 22.01.2021

پښتانه ځوانان د باچا خان د عدم تشدد له تګلارې څه ګټه پورته کولائ شي. همدا موضوع د ځوانانو غږ خپرونه کې څېړو. کوربه اسرار عالم مومند

د پي ټي اېم مخکښ ډاکټر سید عالم مسید د ټانک پولیسو ته وسپارل شو 19.01.2021

د ډېره اسماعیل خان عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ ډاکټر سید عالم مسید په سفري ضمانت ټانک پولیس ته سپارلی. د ټانک پولیس اېس پي انوسټیګېشن تجمل خان وايي، چې ډاکټر سید عالم ورته د ریاست خلاف بغاوت په دوو مقدمو کې مطلوب و، خو د ډاکټر سید عالم یو وکیل اسد عزیز د پي ټي اېم غړیو خلاف مفدمې ناقانونه بولي.

شکتوی کې دوه وسله وال وژل شوي: چارواکي 18.01.2021

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي ادعا کوي چې د جنورۍ پر ۱۷مه نېټه د شکتوی په باراتي کلي کې پاکستانیو ځواکونو د خپلو عملیاتو په ترڅ کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) دوه وسله وال وژلي دي. ټي ټي پي لا په دې اړه څه نه دي ویلي. اشتیاق مسید یې راپور راکوي.

دته خېلو کې درې عسکر او دوه وسله وال وژل شوي 14.01.2021

د پاکستان پوځ عامه اړیکو څانګه (ای اېس پي ار) وايي چې د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې د عملیاتو په ترڅ کې درې عسکر او دوه وسله وال وژل شوي دي. د عمر وزیر رپورټ

ډېره اسماعیل خان کې یو خبریال قیس جاوېد وژل شوی 08.12.2020

په ډېره اسماعیل خان بېګا ماسخوتن نامعلومه وسله والو یو عیسوی خبریال قیس جاوید په خپل کور کې وژلی دی. د هغه یو خپل مشال رېډیو ته وویل چې د جاوید له هېچا سره دښمني نه درلوده. په سیمه کې خبریالانو د جاوید د وژنې غندنه کړې او په دې پیښه کې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه کړې ده.

'له تېرو ۲۲ کلونو د ښځو حقونو لپاره احتجاج کوو خو بدلون مو و نه لید' 25.11.2020

پېښور پریس کلب مخي ته ښځینه فعالانو پر ښځو پرضد د تشدد نړیوالې ورځې په مناسبت د نومبر په ۲۵مهدنېټه په پېښور کي مظاهره وکړه. په دوی کې دوو فعالانو صایمه منیر او طاهره کلیم مشال رېډیو ته وویل چې له تېرو څه باندې دوو لسیزو همداسې احتجاج کوي خو د ښځو حقونو په اړه لاهم هېڅ بدلون نه ویني.

شمالي وزیرستان کې یو بل تن په هدفي برید کې وژل شوی 29.10.2020

د چارواکو په وینا پېښه بېګا شپه (د اکتوبر ۲۸مه) د شمالي وزیرستان په خیسور کې شوې. دوی وايي چې ناځرګندو بریدګرو د سرتېر په نامه یو کس په ډزو وژلی او تښتېدلي دي. په شمالي وزیرستان کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې دا څلورم او له سږني کال راهیسې ۳۷ هدفي برید دی چې پکې ځايي وګړي په نښه کېږي. د عمر وزیر راپور.

سوهېلي وزیرستان کې دوه انجینېران تښتول شوي دي 22.10.2020

په سوهېلي وزیرستان کې د یوې غیر- سرکاري ادارې (سرحد رورل سپورټ پروګرم) دوه انجینېران ناڅرګندو کسانو تښتولي دي. د پولیس چارواکو په خبره پېښه د مکین په قلندر سیمه کې شوې ده. انجینېران په سیمه کې د اوبو رسولو یوې وړوکې پروژې لپاره سروې کولو ته تللي ول. نور حال زموږ د خبریال اشتیاق مسید په راپور کې

د شمالي وزیرستان یو مخور مشر ملک رییس خان ناڅرګندو وسله والو وژلی 19.10.2020

پولیس چارواکي وايي، تیر ماښام په شمالي وزیرستان کې د ګرېنډ امن جرګې غړی ملک رییس خان نامعلومه وسله والو وژلی دی. د پولیسو په وینا ملک رییس له میرلي بازاره خپل کلي خیسور ته روان وو چې په لاره کې ووژل شو. دا په شمالي وزیرستان کې په روان کال کې ۳۴ مه هدفي وژنه ده. په اړه يې بشپړ رپورټ واورئ.

واڼه بازار کې اور لګېدو د اربونو روپیو زیان اړولی 12.10.2020

د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د اکتوبر پر ۱۱مه (پرون) په يوه مارکيټ کې اور لګېدلی وو. دکانداران وايي د دوی د کروړونو روپيوو زیان شوی دی دوی وايي، که اوروژونکي پر وخت ورسېدلي وای نو دومره ډېر تاوان به یې نه کېدلو خو د ریسکیو ۱۱۲۲ یو چارواکی وايي، د دوی په زیار د مارکېټ لویه برخه له سوځولو وزغورل شوه.

شمالي وزیرستان کې د اېف ډبلیو او دوه کارمندان برمته 08.10.2020

چارواکي وايي، ناڅرګنده وسله والو شمالي وزيرستان کې د پوځ انجینېرینګ څانګې اېف ډبليو او دوه کارکونکي تښتولي دي. د شمالي وزيرستانوايي دغه کارکونکي چې تعلق يې له پنجاب صوبې سره دی، پرون ماښام وسله والو په سپين وام کې تښتولي دي. پوليس وايي چې وسله والو ټول پنځه کسان نيولي وو چې درې ترې په تېښته کې بريالي شوي دي. دوي زياتوي دې کسانو په سپين وام کې د کرم تنګي ډېم په جوړولو کې کار کاو. که څه هم کومې وسله...

خوست کې وزیرستاني کډوال خپلو کلیو بانډو ته ستنېدل غواړي 06.10.2020

افغانستان په بېلابېلو سیمو کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي، د پاکستان حکومت دې د هغوی د بیرته ستنولو انتظام وکړي. حکومت وايي، دا خلک ځکه نه ستونوي چې د شمالي وزیرستان ځینې سیمې لا هم له وسله والو پاکې شوې نه دي. خو وزیرستاني کډوال وايي، که شمالي وزیرستان ته یې نه شي ستنولی، حکومت دې هغوی بنو یا د پاکستان کومې بلې سیمې ته ولېږدوي. د دغو خلکو په وینا سوړ ژمی راروان دی او هغوی یې لپاره هېڅ انتظامات نه ل...

د منځنۍ کورمې ولس د موبایل او انټرنیت اسانتیاوې غواړي 25.09.2020

د منځنۍ کورمې وګړي وايي چې د دوی ډېری خلک په خلیجي هېوادونو کې کار روزګار کوي خو له خپلو کورنیو سره د رابطې هېڅ اسانتیاوې نه لري. دوی له سرکاره غوښتنه وکړه چې د موبایل کمپنیو اندېښې دې لیرې کړي او دوی ته دې د رابطی سهولتونه برابر کړي، د طارق اورکزي راپور

میرعلي کې د روغتیاپالې ناهېدې د وژلو خلاف لاریون 23.09.2020

میرعلي کې د ګل په ورځ د ناڅرګندو کسانو په ډزو د صحت څانګې د یوې کارمندې ناهیدې ګل د وژلو پرضد ځايي ولس او پي ټي اېم لاریون وکړ او د هغې د وژونکو نیولو غوښتنه یې کوله. دوی د ناهېدې کورنۍ ته د انصاف ورکولو او هدفي بریدونو ودرولو ږغونه پورته کول او ویل بې ناامني دې کچې ته راغلې چې ښځې هم خوندي نه دي.

میرعلي کې هدفي برید د روغتیا څانګې یوه ښځینه کارمنده وژلې 22.09.2020

د میرعلي په خوشالۍ سیمه کې ناڅرګندو وسله والو د روغتیا څانګې یوه کارمنده وژلې چې په ځايي صحت مرکز کې له کاره و خپل کور ته پر لاره وه. دا شمالي وزیرستان کې د سږني کال له پیل راهیسې ۲۹م هدفي برید دی. د عمر وزیر راپور

سپلګه کې پرلت دوام لري 22.09.2020

د میرامشا سپلګه په سیمه کی ځايي ولس نن پر دزېمه ورځ هم د امنیتي عسکرو له لوري د ځايي خلکو د نیولو پرضد پرلت وهلی دی. دوی وايي د شنبې په ورځ دغلته د دوو عسکرو له وژل کېدو پس امنیتي عسکرو د عام وګړي نیولي او تشدد یې پرې کړی دی. امنیتي چارواکي یې د تشدد ادعا ردوي او وايي چې ګرفتار کسان به ژر پرېږدي.

د شکتوی پېښې جرګې ته پوځي چارواکي نه دي ورغلي 16.09.2020

د جنوبي وزیرستان یو مخور مولانا حسام الدین وايي، په شکتوی کې پر ځايي خلکو د پاکستانيو پوځیانو د کړي تشدد په حواله په رابلل شوې جرګه کې پوځي چارواکو د ژمنې یا لوظ باوجود ګډون ونکړ. له حسام االدین، د شمالي وزیرستان د صوبايي اسمبلۍ غړي میر کلام وزیر، د شمالي وزیرستان اسسټنټ کمېشنر حمزه ظهور او د پي ټي اېم یوه مخکښ عالمزېب مسید سره زموږ خبریال اشتیاق مسید خبرې کړې.

باجوړ کې هر کال نږدې شپږ زره زده کوونکي له لوړو زده کړو محرومېږي 14.09.2020

له باجوړه هر کال څه نا څه لس زره زده کوونکي له سکولونو فارغېږي، په دوی کې یوازې څلور زرو ته په کالجونو کې داخلې ملاوېږي خو نور د کالجونو د کمي له کبله له زده کړو بې برخې شي. بلخوا سرکاري چارواکي وایي پنځه های سکولونه یې تر دولسم ټولګي پورې غځولي دي ژر به پکې زده کړې پیل شي. د شاهنواز ترکزي راپور

د جنوبي وزیرستان ځمکو لانجې 10.07.2020

د جون پر ۳۰مه د ځمکې لانجې پر سر د جنوبي وزیرستان د دوو قامونو ترمنځ نښته وشوه. تر دې مخکې هم بېلا بېلو قامونو د یو بل پر ضد وسلې راخیستي او جنګېدلي. د سیمې مشران او پوهان وايي، د ځمکو کشالو تر شا بېلا بېل وجوهات دي چې انتظامیه یې باید د هواري هڅې وکړي. نور په رپورټ کې.

پښتونخوا او قبایل podcast'ini Replaio'da dinle

Radyo ve podcast'ler tek uygulamada - ücretsiz, kayıt gerektirmez. Bugün yükle ve lansmanı kaçırma

Google Play'den indir

Replaio bir podcast yayıncısı değildir; program adları, kapak görselleri ve ses içerikleri yazarlarına aittir ve herkese açık RSS beslemeleri aracılığıyla dağıtılır