مشال راډیو

پښتونخوا او قبایل

News UR ↓ 50 bölüm

مشال راډیو له ۲۰۱۰ز کال راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته ولایتونو لپاره خپرونې کوي. مشال راډیو د ازادې اروپا راډیو د پښتو ژبې څانګه او خپلواکه خبري اداره ده.

Podcast'in sitesini ziyaret etmeyi ve yapımcısını desteklemeyi unutma: www.mashaalradio.com

Yazar

مشال راډیو

Kategori

News

Podcast web sitesi

www.mashaalradio.com

Son bölüm

12 Ağu 2023

Nereden dinlenir?

Uygulamada podcast'ler Replaio Radio Çok yakında

Podcast'ler çok yakında uygulamaya geliyor. Şimdi yükle ve podcast'lere yepyeni bir bakışı ilk gören sen ol

Google Play'den indir Ücretsiz yükle Android 5 Mn+ indirme · 4,8 puan iOS yakında

Bölümler

ابراهیم کاکا د بابړې غمیزې د سترګو لېدلی حال بیانوي 12.08.2023

د بابړې غمیزه د ۱۹۴۸ز کال د اګست په ۱۲مه د خیبر د چارسدې په بابړه کې هغه وخت شوې وه چې حکومتي ځواکونو د هغه وخت د باچا خان په مشرۍ د خدايي خدمتګار تحريک د غړيو پر احتجاجي غونډه ډزې وکړې. که څه هم په دې اړه تصديق شوې کره شمېره نشته خو ځايي خلک وايي، په ډزو کې شاوخوا ۶۰۰ کسان وژل شوي ول. دغه غونډه د باچاخان چې پوليسو نيولی وو، د خلاصون د غوښتنې لپاره رابلل شوې وه. په هغه احتجاج کې د چارسدې د عزیزخېل...

په سوات کې د یواېس اېډ په مرسته د خبریالانو روزنیزه غونډه شوې 04.08.2023

د خیبر پښتونخوا د سوات ضلعې په فضاګټ سيمه کې د اګست پر درېیمه د نړيوال پرمختګ امريکايي ادارې (یواېس اېډ) په مرسته د پاکستان انتخاباتي کمېشن خبریالانو ته د انتخاباتو د رپورټ کولو روزنه ورکړه. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د قامي او صوبایي اسمبلیانو پینځه کلنه موده روانه میاشت پوره کېږي او له قانون سره سم لنډمهاله حکومت به په ۹۰ ورځو کې دننه انتخابات کوي او وروسته به واک نويو منتخب شويو استا...

خیبر پښتونخوا کې سږ کال تر ۱۳۰ زیات پولیس وژل شوي 03.08.2023

د خیبر پښتونخوا پولیس وايي، د روان کال په لومړیو اووه میاشتو کې په بېلابېلو بریدونو کې تر ۱۳۰ زیات سرتېري او افسران وژل شوي دي او لسګونه ژوبل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر څلورمه په خیبر پښتونخوا کې د وژل شویو پولیسو په یاد ورځ لمانځل کېږي. د خیبر پښتونخوا د پولیسو ادارې په وینا، له ۲۰۰۷ز کال راهیسې په هغه صوبه کې تر ۱،۶۰۰ زیات پولیس وژل شوي دي. د اګست پر درېیمه د پولیسو د ورځې په مناس...

علي وزیر څه باندې ۲ کاله وروسته د خپلې انتخاباتي حلقې له اوسېدونکو سره لیدلي 19.02.2023

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر څه باندې دوه کاله وروسته په واڼه کې د خپلې حلقې له اوسېدونکو سره لیدلي دي. نوموړی د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر له نیمايي راهیسې د ریاست پرضد د ویناګانو او د خلکو پارولو په تور په کراچۍ کې بندي وو چې د فبرورۍ پر ۱۴مه د عدالتي حکمونو پر اساس خوشې شو. وزیر د فبرورۍ پر ۱۸مه ماښام مهال واڼه ته ورسېد. د پیپلز ګوند یو س...

ليفټیننټ جنرل فیض حميد: ټي ټي پي دې له جګړې لاس واخلي 20.03.2022

د پاکستان پوځ د پېښور کور کمانډر ليفټیننټ جنرل فیض حميد د تحريک طالبان پاکستان پر وسله والو غږ کړی چې خپلو سيمو ته دې ستانه او له جنګه دې لاس واخلي. نوموړي د مارچ په ۱۹مه د جنوبي وزیرستان په سپينکۍ رغزه کيډيټ کالج کې د خبرو په مهال وويل چې که د ټي ټي پي غړي د پاکستان ايين پر ځان ومني، پوځ به یې پرضد کاروايي نه کوي. تر اوسه ټي ټي پي په دې اړه څه نه دي ويلي. په تېرو څو مياشتو کې د پاکستان پوځ له تحر...

افراسیاب خټک: اجمل خټک د قام ټول بچي خپل بچي ګڼل 07.02.2022

د فبرورۍ پر اوومه د پښتون ملتپاله سیاستوال او د نومیالي ادیب اجمل خټک ۱۲م تلین لمانځل کېږي. د هغه سیاستوال ملګری افراسیاب خټک وايي، خټک تر لسیزو پورې سیاست وکړ او ویل به یې چې د "وطن ټول بچي زما خپل بچي دي. او ما خپله مینه وېشلې ده نو خیر دی چې کمه کمه وي خو چې ټولو ته ورسېږي." د ده په خبره، د پاکستان پخواني پوځي واکمن ایوب خان د هغه پر شعري ټولګې "د غیرت چغه" بندیز لګولی وو. اجمل خټک په ۱۹۷۰ز لسی...

د جنوبي وزیرستان د سره راغه پرلتوال: په پوځي عملیاتو کې ګرفتار کسان دې پرېښول شي 28.01.2022

د جنوبي وزيرستان سره راغه سيمې اوسېدونکي له تېرو دوو ورځو راهيسي پر احتجاج دي. دوی په پوځي عملياتو کې د ګرفتار څلورو کسانو د پرېښودو غوښتنه کوي. احتجاجیان د مکين ټانک سړک د تګ راتګ لپاره تړلي دي. دوي وايي، د جنورۍ پر ۱۸مه تر چاودنې وروسته امنيتي ځواکونو د لټون عملياتو پرمهال بې ګناه کسان نيولي دي.

د کورمې بوشاریو سیمې ولس د هدفي وژنو مخنیوي غوښتنه کوي 17.01.2022

د کورمې د بوشاریو یوشمېر اوسېدونکيو له حکومته غوښتنه کړې چې د دوی په سیمه کې دې د مشرانو هدفي وژنو مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي او د خلکو ترمینځ دې د ځمکو شخړې هوارې کړي. د جنورۍ پر ۱۷مه نېټه د پېښور پریس کلب مخې ته د احتجاج پرمهال دوی دا غوښتنه هم وکړه چې حکومت دې په سیمه کې له خلکو غټې وسلې غونډې کړي. په احتجاج کې شامل یوه مشر قیوم منګل مشال رېډیو ته وویل چې تر یوه منظم سازش لاندې یې د سیمې...

ځونیخېلو د حکومت خلاف بیا پرلت وهلی 30.11.2021

د ځونیخلېو ولس په سرکار د خپلو غوښتنو د منلو په موخه بیا پرلت وهلی دی. دوی وايي چی حکومت د مارچ او جون په میاشتو کې د پرلتونو ختمولو په بدل کې کړې ژمنې لاه نه دي پوره کړې. دوی وايي د دې لپاره یې په وار وار جرګې ورسره کړې دي خو هېڅ پرمختګ پکې شوی نه دی ځکه خو بیا پرلت وهي. د عمر وزیر رپورټ

د واڼه تنی کې د های سکول غوښتنې پرلت ۴۸ ورځې وشوې 12.11.2021

سویېلي وزیرستان د واڼه په تنايي (تڼی) سیمه له تېرو څه نا څه ۴۸ ورځو راهیسې ځايي خلک د های سکول غوښتنې لپاره پرلت وهلی دی. د تنی یو اوسېدونکی اکرم وزیر وايي سرکار یې د سکول په جوړولو کې سنجیده نه ښکاري خو د سویېلي وزیرستان ډپټي کمیشنر خالد اقبال وايي هڅه کوي چې د سیمې مډل سکول ته د های سکول درجه ورکړي. داشتیاق مسید رپورټ

د افغانستان او پاکستان ترمینځ پر انګور اډه د تګ راتګ بندېز، کاروباریان او ناروغان په غوسه 08.10.2021

د جنوبي وزیرستان انګور اډه افغانستان ته د ورتلو لار او له هغې غاړو پاکستان ته د ننوتو یو له مهمو لارو ګڼل کېږي خو په دا وروستیو کې د پاکستانیو چارواکو له لوري تړل شوې چې پر ډیورنډ کرښه میشت ولسونه یې له کاروباري پلوه او د ناروغانو پر وخت روغتونونو ته په رسولو کې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د واڼه، تنايي اوسېدونکو د های سکول لپاره پرلت وهلی 04.10.2021

د سویېلي وزیرستان د واڼه په تنايي (تڼي) کې له تېرو نهه ورځو راهیسې ځايي ولس د لوی سکول لپاره پر احتجاجي پرلت دي. دوی وايي د های سکول نه لرلو له لاسه د سیمې ډېری ځوانان له لوړو زده کړو محرومه دي. خو ډیپټي کمیشنر خالد اقبال وايي، د های سکول لپاره د زده کوونکو شمېره نه ده پوره. د اشتیاق مسید راپور

پر انګور اډه پاکستان ته ورتلونکي نه پرېښودل کېږي 20.08.2021

د جنوبي وزیرستان د انګور اډې پر دروازه له افغانستانه و پاکستان ته ورتلونکي وګړي وايي، پاکستاني امنیتي چارواکي یې نه ورپرېږدي چې خپلو سیمو ته ولاړ شي. اشتیاق مسید یې په اړه راپور لري

میرامشاه کې د نجونو های سکول ۱۳ کاله پس خلاص شو 19.08.2021

د شمالي وزیرستان په مرکز میرامشاه کې د نجونو سرکاري های سکول چې نږدې ۱۳ کاله وړاندې په بمونو ړنګ شوی وو، تر بیارغولو پس پکې د زده کړو بهیر پیل شوی دی. د شمالي وزیرستان د تعلیم څانګې مرستیال مشر فدا خان وزیر مشال ریډیو ته وویل، د دې ښوونځي چارې په ۲۰۱۵ز کال کې بشپړې شوې خو د ناڅرګندو وجوهاتو له کبله بند پاتې وو. دی زیاتوي اوس پکې باقاعده زدکړې پیل شوي دي. د عمر وزیر راپور

پوځ دې پر کورونو چاپې نه وهي: د جنوبي وزیرستان درې مسید جرګه 16.08.2021

په سروکۍ کې د اګست پر ۱۵مه د درې مسیدو هلته په سیمه کې پر کورونو د چاپو وهلو او د بې ګنا کسانو د نیولو پرضد یوه لویه جرګه وکړه او د دې پوځي او انتظاميي کارروایانو د زغره درولو غوښتنه یې کوله. د جرګې ګډونوال او پخوانی سېنېټر صالح شاه وايي، له تېرو څه نا څه دوو میاشتو راهیسې یې بیا د سیمې امنیت خراب شوی دی، د نوموړي په وینا د امنیتي ځواکونو د موجودګۍ باوجود یې د سیمې امنیت ښه نه شو. د جرګې یو بل ګډو...

'جنوبي وزیرستان کې لاهم ځنګلونه وهل کېږي' 07.07.2021

د جنوبي وزیرستان بدر سیمې اوسېدونکي وايي سره له دې چې په سیمه کې یې د ځنګلونو په وهلو د پاکستان وزیر اعظم عمران خان نوټس هم اخستی وو خو دا لړي لا نه درېدلې. د جنوبي وزیرستان ځنګلونو محکمه وايي، په قبايلي ضلع کې د ځنګلونو وهلو مخنیوي لپاره د یوې پالیسۍ پر راوړلو کار روان دی. د اشتیاق مسید راپور

جنوبي وزیرستان کې حکومت ته تسلیم شوي درې طالب وسله وال وژل شوي 29.06.2021

چارواکی وايي د جون پر ۲۸مه د سروکۍ تحصیل په زیارت ژۍ سیمه کې د نامالومو وسلوالو په ډزو هغه درې طالب وسلوال وژل شوي دي چې د پاکستان حکومت ته تسلیم شوي ول. پولیس چارواکي وایي د دغه پېښې زمه واري لا چا نه ده منلې خو زیاتوي تسلیم شوي طالبان له امنیتي عسکرو سره په ګډه د ټي ټي پي خلاف جنګېږي.

عثمان کاکړ د خپل قام لپاره هرې لویې قربانۍ ته خپلځان تیار کړی وو: میا افتخار 21.06.2021

د عوامي نیشنل پارټۍ جنرل سېکریټري میا افتخار حسین وايي چې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبايي مشر محمد عثمان خان کاکړ د جمهوریت او د ایین د بالادستۍ لپاره او په ملک کې دننه د قومونو پر وسایلو د هغوی د اختیار خبره په ډاکه کوله. نوموړي دا خبرې د مشال رېډیو له اېډیټر داود خټک سره په مرکه کې کولې

انګور اډه کې د علي وزیر د بند خلاف احتجاج: پولیسو پینځه پرلتوال نیولي 14.06.2021

په جنوبي وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مشر او د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر د بند پر ضد او د نورو غوښتنو لپاره د پرلت ګډونوال وايي، پوليسو يې پینځه ملګري نيولي دي. په احتجاج کې شامل شمس الرحمن د جون پر ۱۳مه شپې مهال مشال رېډیو ته وويل چې پوليسو دا کسان د اتوار پر ورځ نیولي دي. وروسته د جنوبي وزیرستان د پوليسو مشر شوکت علي هم د دې نیونو تصديق وکړ او ویې ويل چې دا کسان یې د عامه نظم ساتنې د...

پوځ دې جنوبي وزیرستان کې پر کورونو ډرون کېمرې نه الوزوي: ځايي ولس 11.06.2021

د سوهېلي وزیرستان د سرې راغه اوسېدونکیو د پاکستان له چارواکو غوښتي چې د دوی پر کورونو دې د ډرون کېمرو الوتنې ودرول شي. د کلیوالو په وینا چې له دې سره یې د کورنو بې پردګي کېږي. د دوی په وینا چې دا ډرون کېمرې یې پر کورونو کرۍ ورځ او شپه څرخي چې له وج پیل کړي. د اشتیاق مسید راپور

سویېلي وزیرستان کې ماین چاودنې دوه تنه پرهارژلي کړي 06.05.2021

د سویېلي وزیرستان تحصیل لدا سیمې په کاروان مانځه کې د ځمکني ماین چاودنې دوه تنه سخت ژوبل کړي دي. دغه ضلع کې بیا بیا د ماین چاودنو پېښې رامنځ ته کېږي چې ګڼ ماشومانو، ښځو او سړيانو ته یې مرګژوبله اړولې ده. مدني فعال حیات پرېغال وايي، د سویېلي وزیرستان له ځايي انتظامیې او پوځي چارواکو سره بیا بیا خبرې شوې چې سیمه له ماینوننو پاکه کړي خو تر اوسه څرګند عملي اقدامات نه ترسترګو کېږي. ځايي چارواکي وايي چې...

واڼه کې خبریال اعلا خان د پي ډي اېم جلسې په پوښښ نیول شوی: خبریالان 16.04.2021

د سوهېلي وزیرستان خبریالان وايي چې د واڼه انتظامیې خبریال اعلا خان د واڼه جلسې په پوښښ نیولی او پلمه یې ورته د کورنا وبا له پاملرنو سرغړونه ورته جوړه کړې. په واڼه کې د اپرېل پر نهمه پښتون ژغورنې غورځنګ یوه ډېره لویه جلسه وکړه چې وروسته د دې غونډې ځینې سمبالوونکي لکه ملک ګل محمد وزیر، عبدالرحمن وزیر، شانک وزیر، فرمان وزیر او عزت وزیر هم د کووید-۱۹ له احتیاطه په سرغړونو ګرفتار کړي. په رستم بازار کې...

د واڼه جلسه کې د کورونا وبا پاملرنو په سرغړونه د پي ټي اېم پینځه مخکښان ګرفتار 13.04.2021

په جنوبي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پینځه ملګري او یو خبریال ځايي انتظامیې په دې تور نیولي چې د روانې اپرېل میاشتې پر نهمه نېټه یې د یوې ولسي غونډې په کولو سره د کورونا وایرس له پاملرنو سرغړونه کړې. په نیولو کې ملک ګل محمد وزیر، عیدالرحمن وزیر، شانک وزیر، فرمان وزیر او عزت وزیر او یو خبریال اعلا خان شامل دي. د واڼه په رستم بازار کې د پي ټي اېم دغه لویه غونډه د یاد غورځنګ د یوه د سر سر د مخک...

میرامشا او میرلي کې هدفي بریدونو دوه تنه وژلي یو ژوبل 17.03.2021

د شمالي وزیرستان په بیلا بیلو سیمو کې په دوو هدفي بریدونو کې دوه ځاي کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. چارواکي وايي دا پیښې تیره شپه میرلي او میرام شاه کې رامنځ ته شوي دي. په میرام شاه کې بریدګر په کور ورننوتي او یو تن یې وژلې او بل یې ژوبل کړی دی. ځايي خلکو په سیمه کې د امنیت په ځاي کولو او هدفي بریدونو د مخنیوي لپاره وخت په وخت احتجاجي مظاهرې او لاریونونه هم ترسره کړي دي. خو امنیتي چارواکي وايي...

عدالتي کمېشن دې د مبشر وزیر د وژنو پلټنې وکړي: بنو احتجاج 11.03.2021

پېښور کې د پولیسو په ډزو د وژل شوي زده کونکي مبشر وزیر د وژنې پرضد په بنو کې په چارشنبه/شورو ورځ احتجاجیانو د پېښور او ډېره اسماعيل خان لويه لار تړلې وه. دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې د پېښې د پلټنې لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړل شي. د خیبر پښتونخوا اعلا وزير د مبشر د وژنې په کېس کې د رڼو پلټنو کولو هدايات جاري کړي دي. بلخوا تېره ورځ بيا د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر له دفتره په خپاره شوې اعلاميه کې...

پښتونخوا او قبایل podcast'ini Replaio'da dinle

Radyo ve podcast'ler tek uygulamada - ücretsiz, kayıt gerektirmez. Bugün yükle ve lansmanı kaçırma

Google Play'den indir

Replaio bir podcast yayıncısı değildir; program adları, kapak görselleri ve ses içerikleri yazarlarına aittir ve herkese açık RSS beslemeleri aracılığıyla dağıtılır