مشال راډیو

مرکې، شننې، تبصرې

News UR ↓ 50 bölüm

مشال راډیو له ۲۰۱۰ز کال راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته ولایتونو لپاره خپرونې کوي. مشال راډیو د ازادې اروپا راډیو د پښتو ژبې څانګه او خپلواکه خبري اداره ده.

Podcast'in sitesini ziyaret etmeyi ve yapımcısını desteklemeyi unutma: www.mashaalradio.com

Yazar

مشال راډیو

Kategori

News

Podcast web sitesi

www.mashaalradio.com

Son bölüm

10 Ara 2024

Nereden dinlenir?

Uygulamada podcast'ler Replaio Radio Çok yakında

Podcast'ler çok yakında uygulamaya geliyor. Şimdi yükle ve podcast'lere yepyeni bir bakışı ilk gören sen ol

Google Play'den indir Ücretsiz yükle Android 5 Mn+ indirme · 4,8 puan iOS yakında

Bölümler

پر اوکراین د روسیې حمله څه معنا لري؟ 24.02.2022

روسیې د فبرورۍ پر ۲۴مه سهار وختي د اوکراینۍ پلازمېنې کییف په ګډون پر یوشمېر ښارونو توغندي ورولي دي. اوکرایني حکومت وايي، د هېواد دفاع کوي او امریکا پر هغه هېواد حمله غندلې ده. سیاستوال، د پاکستان پخوانی سېنېټر او شنونکی افراسیاب خټک د سړې جګړې پرمهال او تر هغې وروسته د پخواني شوروي اتحاد او ختیزې اروپا پر حالاتو نظر ساتلی دی او وايي، روسیه او اوکراین تاریخي، فرهنګي، تمدني او سیاسي تعلقات لري. نومو...

له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې خبرې به بریالۍ شي؟ 25.01.2022

په داسې حال کې چې د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومت ترمینځ د سولې لپاره هلې ځلې روانې دي. راپورونه وايي، د پاکستان له غاړې ځینو قبایلي مشرانو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو له مشرانو سره کتلي دی. دغو مشرانو هڅه کړې، د تحریک طالبان پاکستان مشران اوربند ته اماده کړي خو هغوی د خپلو شرطونو له پوره کېدو پرته له هر ډول اوربنده انکار کړی دی. ټي ټي پي، تر دې وړاندې هم د اوربند لپاره د نورو شرط...

منظور پښتین: پي ټي اېم بیا بیا د عدالت پرته د وژنو پرضد غږ پورته کړی 08.12.2021

پښتون ژغورنه غورځنګ په بیا بیا وايي چې په پاکستان کې له پښتنو سره د ریاستي او حکومتي ادارو لخوا توپیري چلند کېږي، د دې بیانيي لپاره دغه سازمان په کراچۍ، کوټه، قبايلي ضلعو او د خيبر پښتونخوا په نورو سیمو کې دله عدالته لیرې د پښتنو د مبینه وژنو  پېښې او په زوره د لادرکه شویو کسانو قضیې د ثبوت په توګه وړاندې کوي. دا راز د پاکستان په يوشمېر ښارونو کې د امنيتي ادارو لخوا د پښتنو پروفايلنګ هم دوی د توپی...

له تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو په باب له پخواني اعلا وزیر امیر حیدر خان هوتي سره مرکه 10.11.2021

د نومبر په لسمه د پاکستان واکمن تحریک انصاف ګوند وويل چې د ناقانونه تحریک طالبان پاکستان ډلې سره يې د خبرو اترو لپاره رابطې دي او دواړه خواوې د خبرو اترو پیلولو نه مخکې په ډز بندۍ سلا شوي دي. دا ړومبۍ ځل نه دی چې د وسله والو طالبانو سره په حکومتي کچه د سولې خبرې اترې کيږي. د راپورونو له مخې تر دې مخکې د وسله والو بېلا بېلو ډلو سره خبرې اترې شوي، د هغې په نتیجه کې لوظنامې شوي، خو بیا دغه لوظنامې ما...

خوستیوال: د زڼغوځیو د صادرولو لپاره دې هوايي دهلیزونه پرانیستل شي 09.11.2021

خوستوال وايي، بهر ته د زڼغوځیو صادرولو پروړاندې ستونزو یې نرخ تر نیمايي کم کړی دی. د تیرې اوونۍ په پیل کې د هوايي دهلیز له لارې ۴۵ ټنه زڼغوځي له کابله چین ته صادر شول، خو د زڼغوځيو سوداګر وايي، اوسمهال د هوايي دهلیز له لارې د زڼغوځيو د صادرولو بهیر ټکنی شوی دی. بشپړه راپور د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

د بلوچستان عوامي پارټۍ مرور غړي ولې له جام کماله د استعفا غوښتنه کوي؟ 07.10.2021

په بلوچستان اسمبلۍ کې د واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ یوشمېر مرورو غړيو له اعلا وزیر جام کمال خان څخه د استعفا غوښتنه کړې ده. د ياد ګوند ځېنو صوبايي وزيرانو د اکتوبر پر شپږمه د بلوچستان ګورنر ته خپلې استعفاګانې هم وړاندې کړې. د بلوچستان عوامي پارټۍ يوشمېر وزيرانو او د اسمبلۍ غړيو له تيرو څو مياشتو راهيسې د ګوند د مشر او اعلا وزير پرضد کمپاين پيل کړی دی. دا چې له اعلا وزير سره د دغو مرورو غړيو د...

پینډورا اسناد: درغلیو کې د ککړو خلاف څه کارروايي کېدای شي؟ 04.10.2021

د تحقیقاتي خبریالانو نړیوال اتحاد د پینډورا پیپرز په نامه د نړۍ د ۹۱ هېوادونو او سیمو ۳۵ اوسنيو او پخوانيو مشرانو، ۳۳۰ سیاستوالو او ولسي استازیو پټ مالیاتي دستاویزونه خپاره کړي دي چې پکې د ۷۰۰ پاکستانیانو نومونه هم شامل دي. په اسنادو کې د پاکستان د ځینو ریټایرډ پوځي افسرانو، ځینو بینک کارانو، کاروباري مشرانو او میډیا مالکانو اف شور شرکتونه (بهرنۍ کمپنۍ) هم جوتې شوې دي. دا چې اف شور کمپني څه ته واي...

کرزی اوس هم د ټول-شموله حکومت لپاره کار کوي 15.09.2021

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، طالبان اوسمهال سرپرسته کابینه لري او دی هیله من دی چې د ټول-شموله کولو لپاره به یې اقدامات وکړي. نوموړي له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د نړیوالې ټولنې له لوري د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پېژندل هم مهم بللي او وايي چې ټول افغانان باید په دې لړ کې هڅې وکړي او د نړیوالو مرستې ترلاسه کړي. کرزي په پنجشېر کې پر جګړې خواشیني ښوولې او وايي، هیله لري چې پ...

د مومندو او باشا ډېمونو لپاره راټوله کړې چنده څه شوه؟ 12.08.2021

د پاکستان وفاقي وزیر مونس الهي، قامي اسمبلۍ ته لیکلي چې د مومندو او باشا ډېمونو لپاره د سپریم کورټ راټوله کړې چنده چې څه نا څه ۱۲ اربه او ۹۳ کروړه روپۍ جوړېږي نورو منصوبو ته اړول شوې دي. دا پیسې پر نورو منصوبو لګول جواز لري که نه؟ شاهنواز ترکزي یې په اړه راپور جوړ کړی دی.

پینځه جي ټېکنالوژي څه ته وايي او څه ارزښت لري؟ 18.06.2021

د خیبر پښتونخوا د معلوماتي ټېکنالوژۍ اداره وايي، د پاکستان د مخابراتو او ټېلېفونونو چارو ادارې (پي ټي سي اېل) په مرسته یې په پېښور کې د انټرنېټ د پینځم نسل یا پینځه جي ټېکنالوژۍ بریالۍ ازموینه کړې ده. دې ادارې د جون پر ۱۷مه ماخوستن مهال پر فېسبوک او ټوېټر په بیان کې لیکلي چې دا په پاکستان کې د پينځه جي شبکې جوړولو لومړۍ تجربه وه او د دې خدماتو د پیل لپاره یې له پي ټي سي اېل سره یو مفاهمتي یادښت لا...

وچکالي ولې راځي، مخنیوي یې څنګه کېدای شي؟ 17.06.2021

نن په نړۍ کې د وچکالۍ د مخنيوي نړيواله ورځ لمانځل کېږي. د نړۍ د يوشمېر نورو هېوادونو په ګډون د پاکستان په ځينو سيمو کې هم له کلونو راهيسې وچکالي روانه ده چې د خلکو ژوند يې اغېزمن کړی او ان ځينې يې په هېواد کې دننه له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته په کډه کولو مجبور کړي دي. احمد شاه اعظمي په کوټه د کرهڼې له يو پوه ډاکټر قاسم خان کاکړ سره په دې اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو پوځیانو وتلو فرصتونه او ګواښونه دواړه زېږولي: مشتاق رحیم 14.06.2021

د امریکا ولسمشر جو بایډن په اپرېل کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر تر ۱۱مې پورې خپل ټول پوځیان له افغانستانه باسي. تر نوموړي وروسته ناټو هم د خپلو سرتېرو د ایستلو اعلان وکړ. له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو د ایستلو بهیر په مې میاشت کې پیل شو. په امریکا کې ځینو پوځي او ملکي چارواکو اندېښنه ښوولې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي هلته امنیتي وضعیت خراب شي. خو افغان ولسمشر اشر...

پر پاکستانیو عسکرو زیاتېدونکيو بریدونو ته کتنه 12.05.2021

په ورستیو کې د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو او په بلوچستان کې پرپاکستانیو امنیتي ځواکونو د زیاتېدونکیو بریدونو په ترڅ کې ۱۰ عسکر وژل شوي دي. انیسه اجمل په خپل راپور کې د وروستیو پېښو ته کتنه کړې.

د عمران خان سعودي عرب سفر ته کتنه 11.05.2021

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د مې پر اوومه نېټه د سعودي عرب ته تللی وو چې هلته يې له سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان سره ملاقات کړی وو. د دې سفر پر مهال دواړو هېوادونو ځينې تړونونه هم وکړل. د عمران خان تر سفر له مخه د پاکستان د پوځ مشر قمر جاويد باجوه سعودي عرب ته تللی وو.  دا سفرونه په داسې حال کې شوي چې په دې وروستيو کې د رياض او اسلام اباد تعلقات د کشمېر لانجې پر سر لږ څه خراب شوي ول.  د عمرا...

له افغانستانه د سرتېرو ایستلو په اړه له رحیم الله یوسفزي سره مرکه 15.04.2021

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اپرېل پر ۱۴مه وويل چې له افغانستانه به يې پوځیان د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې ووځي. بلخوا افغان ولسمشر اشرف غني وایي، له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر بایډن د پریکړې درناوی کوي. خو طالبانو بیا پر خپل پخواني دریځ ټینګار کړی دی او وايي چې د دوحې د موافقې مطابق ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه په ټاکلي وخت ووځي.  د امريکا دې اعلان په اړه زموږ همک...

د قبایلي سیمو خلک د خپلې روغتیا په اړه څومره پوهه لري؟ 07.04.2021

د اپرېل پر اوومه د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت په "روغتيا او درملنه" خپرونه کې زموږ په سيمو کې د خپل صحت په اړه د خلکو پوهاوي په اړه اورئ. د واکسينو، د مور او ماشوم د صحت ترڅنګ دا هم اورئ چې خلک څنګه له مختلفو ناروغيو ځان ساتلی شي؟ په خپرونه کې د اسلام اباد په الشفا روغتون کې د عامې روغتيا د چارو او د زړه د ناروغيو متخصص ډاکتر سعيد الله شاه مو مېلمه دی. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

ډاکټر شفیق احمد: په باجوړ کې۱۶۵۰ کسانو ته کورونا واکسین شوي 06.04.2021

له کورونا وايرسه د حفاظت واکسين پاکستان ته هم رسېدلي او حکومت يې د يوه پروګرام له لارې د هېواد وګړو ته ورکوي. په باجوړ کې د کورونا واکسينو د ورکړې څه حال دی؟ حکومتي پروګرام کله پيل شوی او تراوسه هلته څومره کسان واکسين شوي دي؟ دا پوښتنه زموږ همکار هارون باچا د دې ضلعې لپاره د کورونا واکسينو د پروګرام له کوارډينيټر ډاکټر شفيق احمد څخه د دې مرکې په پیل کې کړې ده.

د غلام خان بندر ټرانزټ کېدو منظوري ورکړل شوې: ډپټي کمشنر شاهد علي خان 08.02.2021

د شمالي وزیرستان ډپټي کمشنر شاهد علي خان وايي چې د غلام خان بندر ټرانزټ کېدو منظوري شوې ده او چارې به یې د مارچ له میاشتې پیل شي. نوموړي د مشال راډیو له خبریال عمر وزیر سره په مرکه کې دا هم وویل، ښايي د غلام خان سړک دوه رویه شي. پر دې موضوع بشپړه مرکه د غږ په ځای کې واورئ.

په ۲۰۲۰ز کال په شمالي وزیرستان کې جرمي پېښې 01.01.2021

په شمالي وزیرستان کې ۲۰۲۰ز کال کې د هدفي وژنو ترڅنګ کڼې نورې جریمي پېښې شوې دي. زموږ خبریال عمر وزیر په دغه ضلع کې د تېر یوه کال پېښو ته کتنه کړې.

د ډېسېمبر پر ۱۳مه پاکستان کې د اپوزیشن ګوندونو احتجاج 12.12.2020

د اپوزیشن د ۱۱ ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري تحریک د ډېسېمبر پر ۱۳مه په لاهور کې د حکومت ضد جلسې پلان لري. که څه هم حکومت دغه جسله غیر قانوني ګڼي او لپاره یې پي ډي اېم ته رسمي اجازت نه دې ورکړی خو اپوزیشن ګوندونه وايي هره مرو به د ډېسېمبر پر ۱۳مه دغه جلسه کوي. خو حکومت وايي د جلسې د تنظیموونکوپر ضد به کارروايي کوي.

پي ډي اېم له اسمبلیانو څخه د استعفا په اړه غونډه کوي 05.12.2020

د پاکستان ډيموکرېټيک موومنټ په نوم د اپوزيشن ګوندونو اتحاد يا پي ډي اېم ويلي چې دوی به راتلونکې اوونۍ پرېکړه کوي چې ايا له قومي او صوبايي اسمبليانو څخه استعفا ورکوي او که نه؟ د پاکستان مرکزي حکومت ضد د ۱۱ ګوندونو دغه اتحاد پرون غونډه کړې وه خو حتمي پرېکړې ته ونه رسېدل او اوس به د ډېسېمبر پر اتمه په اسلام اباد کې بله غونډه کوي چې د پاکستان پخوانی وزيراعظم نواز شريف به هم د ويډيو لينک له لاې ګډون پک...

د امریکا انتخاباتو په اړه له جهانګیرخټک سره مرکه 07.11.2020

په امریکا کې مېشت خبریال او شنونکی جهانګیر خټک وايي، ولسمشر ټرمپ د ځینو ایالتونو نتیجې په عدالت کې چېلېنج کړي. نوموړی وايي، که عدالت خپله پرېکړه واوروله نو نوماندان بیا اړکېږي چې د انتخاباتو پایلې ومني. له نوموړي سره فرخنده اسد مرکه کړې.

ډاکټر پروېز مجهور ځانګړنه د روښاني فکر راسپړنه وه 19.10.2020

د نوښار په خویشکو کې د اتوار په ورځ د پښتو ادب او تصوف عالم، څېړنکار، شاعر او لیکوال ډاکټر پروېز مجهور په تعزیتي غونډه کې لیکوالانو د هغه پر ادبي هلو ځلو او پښتو ژبې ته یې پر کړي خدمت رڼا واچوله. له پېښوره د شبیر جان راپور

د تورخم دروازه خلاصه شوه حو خلک لا هم ستونزې لري 01.10.2020

د سېپټېمبر پر ۲۸مه د افغانستان لپاره د پاکستان وزیراعظم ځانګړي استازي محمد صادق اعلان وکړ چې په خیبر پښتونخوا کې به له افغانستان سره ټولې تړلي لارې په اوونۍ کې د څلورو ورځو لپاره د خلکو پرمخ د تګ راتګ لپاره خلاصه وي، خو په ننګرهار کې په سلګونو داسې ښځینه او نارینه د تېرو څو مياشتو راهيسې د لارو بنديدو له کبله بند پاتې دي چې کورونه يې په پاکستان کې دي او په پاسپورټونو کې يې د ويزو مودې پای ته رسېدل...

د جي اېچ کیو ناستې په اړه د جماعت اسلامي له مشر سراج الحق سره مرکه 23.09.2020

پاکستان کې د اپوزيشن ګوندونو ۱۵ مشرانو د سېپټېمبر پر ۱۶مه د دې هېواد له بوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او استخباراتي ادارې له مشر جنرال فيض حميد سره په جي اېچ کیو کې ولیدل. د جماعت اسلامي مشر سراج الحق هم په دې ناسته کې ګډون کړی وو، زموږ خبریال احمد شاه اعظمي پر دې همدې موضوع ورسره ږغېدلی.

مرکې، شننې، تبصرې podcast'ini Replaio'da dinle

Radyo ve podcast'ler tek uygulamada - ücretsiz, kayıt gerektirmez. Bugün yükle ve lansmanı kaçırma

Google Play'den indir

Replaio bir podcast yayıncısı değildir; program adları, kapak görselleri ve ses içerikleri yazarlarına aittir ve herkese açık RSS beslemeleri aracılığıyla dağıtılır