SBS

SBS Pashto - اس بي اس پښتو

News PS ↓ 1303 episodes

Independent news and stories from SBS Audio, connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians. - خپلواک خبرونه او کیسې چې تاسو په اسټرالیا کې له مېشتو پښتنو او د اسټرالیا له ژوند سره نښلوي

Author

SBS

Category

News

Podcast website

www.sbs.com.au

Latest episode

Jul 10, 2026

Where to listen?

Podcasts in the app Replaio Radio Coming soon

Podcasts are coming to the app soon. Install now and be the first to see a whole new take on podcasts

Get it on Google Play Install for free Android 5M+ downloads · 4.8 rating iOS soon

Episodes

په پېښور کې د پاک- افغان سولې جرګه؛ د طالبانو او پاکستان له حکومتونو د جرګې غوښتنې او راتلونکي پلانونه 01.04.2026

تېره ورځ د پېښور په پوهنتون کې د افغانستان او پاکستان د ستونزو د حل په موخه د سولې جرګه جوړه شوه. په دې جرګه کې د خیبر پښتونخوا قومي مشرانو، دیني عالمانو، سیاسي څېرو او د مدني ټولنې یو شمېر غړو ګډون کړی و. د اس بي اس پښتو خبریال، اسلام ګل افریدي، د دغې جرګې له تنظیموونکو او ګډونوالو سره د جرګې د غوښتنو او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې کړې دي. مهرباني وکړئ مهم معلومات دلته په رپوټ کې واورئ.

د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه |۱ اپریل ۲۰۲۶ 01.04.2026

د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه دلته واورئ.

د هنټر سیمې د افغانانو ټولنې د کوچني اختر او نوروز جشن ونمانځه 31.03.2026

د هنټر سیمې د افغانانو ټولنې د کوچني اختر او نوروز جشن ونمانځه. په دې مراسمو کې چې د شنبې په ورځ ترسره شول، د نیو کاسل ښار یو زیات شمېر افغانانو ګډون کړی و. اس بي اس پښتو د دغو مراسمو له یوه تنظیموونکي او یو شمېر ګډونوالو سره خبرې کړې دي. تاسو کولی شئ دلته یې واورئ.

افغانستان له کومو هېوادونو تېل واردوي او د بیو کچه یې څومره لوړه شوې ده؟ 31.03.2026

د اقتصادي چارو شنونکي وړاندیز کوي چې د تېلو د قیمتونو د کنټرول لپاره، د طالبانو حکومت باید د اسعارو د تبادلې ارزښت ثابت وساتي، عامه ترانسپورت ته د خلکو پام زیات کړي، پر وارداتي تېلو ګمرکي محصول کم کړي، د احتکار او قاچاق مخه ونیسي او د تولیدي انرژۍ له کورنیو زېرمو څخه اغېزمنه استفاده وکړي.

د پاک - افغان سولې جرګه؛ د چا لخوا او په کومه موخه جوړېږي؟ 30.03.2026

ټاکل شوې ترڅو سبا سه شنبه (د مارچ ۳۱مه) د پېښور په پوهنتون کې د افغانستان او پاکستان د ستونزو د حل په موخه د سولې جرګه جوړه شي. اسلام ګل افریدي، د دغې جرګې له یو تن تنظیمونکي سره لنډه مرکه ترسره کړې. تاسو کولی شئ لا ډېر معلومات په ترسره شوې مرکې کې واورئ.

د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه |۳۰ مارچ ۲۰۲۶ 30.03.2026

د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه دلته واورئ.

د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه |۲۷ مارچ ۲۰۲۶ 27.03.2026

د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه دلته واورئ.

د هیلو او بدلونونو سفر؛ په اسټرالیا کې د نوي ژوند پیل 27.03.2026

ولي اکرمي د افغانستان په ارزګان ولایت کې د اسټرالیايي ځواکونو ترجمان و. هغه له تېرو څو میاشتو راهیسې د اسټرالیا په ملبورن ښار کې ژوند کوي او له اس بي اس پښتو سره یې د خپل نوي ژوند په اړه معلومات شریک کړي. تاسو کولی شئ دلته یې واورئ.

افغانستان: د طالبانو حکومت د پاکستاني ځواکونو له لوري د نورستان د ځینو برخو د نیولو ادعاوې ردوي 27.03.2026

د افغانستان د وروستیو مهمو پېښو په اړه دلته معلومات اورېدلی شئ.

د جګړې تر شا څه دي؟ د افغانستان او پاکستان اړیکو ته کتنه 26.03.2026

له تېرو څو اوونیو راهیسې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړې زور اخیستی دی. پاکستان ادعا کوي چې په خپلو هوايي بریدونو کې د وسله‌والو پټنځایونه په نښه کوي، خو طالبان بیا وايي چې جګړه پاکستان پیل کړې او افغانستان د دفاع حق لري. د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه مو د ارزګان له پخواني والي محمد عمر شیرزاد سره مرکه کړې ده. تاسو کولی شئ دغه مرکه دلته واورئ.

د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه |۲۶ مارچ ۲۰۲۶ 26.03.2026

د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه دلته واورئ.

Have you considered a career in translating and interpreting? - ایا تاسو، د لیکلې او شفاهي ژباړې په مسلک کې د کار کولو په اړه فکر کړی دی؟ 26.03.2026

Have you ever considered using your bilingual skills to assist others? A career in translating and interpreting might be for you. In Australia you can train for a TAFE certificate all the way to Master’s degree prior to getting certified. In this episode we help you navigate the pathway to becoming a qualified practitioner. - د اسټرالیا پېژندنې په دې پوډکاسټ کې به د کارپوهانو خبرې واورو چې د لیکلې...

نوی ښوونیز کال: په اسټرالیا کې مېشت افغانان د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کوي 25.03.2026

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د افغان نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې تړل شوې دي. افغان نجونې لا هم د ښوونځیو د پرانیستلو په تمه دي. په استرالیا کې مېشتو یو شمېر افغانانو له اس‌بي‌اس پښتو سره د افغان نجونو د زده‌ کړو د حق په اړه خپل نظرونه شریک کړي دي. تاسو کولی شئ دلته یې واورئ.

د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه |۲۵ مارچ ۲۰۲۶ 25.03.2026

د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه دلته واورئ.

د نوي ښوونیز کال پیل؛ افغان نجونې لاهم د ښوونځیو د پرانیستلو په تمه دي 24.03.2026

کارپوهان باور لري چې د نجونو پر زده کړو د محدویتونو لرې کول د افغانستان د پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوربند پای ته رسېدلی؛ پاکستان وايي بریدونو ته دوام ورکوي 24.03.2026

د پاکستان د وروستیو مهمو پېښو په اړه دلته معلومات اورېدلی شئ.

د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه |۲۳ مارچ ۲۰۲۶ 23.03.2026

د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه دلته واورئ.

د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه |۲۰ مارچ ۲۰۲۶ 20.03.2026

د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه دلته واورئ.

په پېښور کې د نورو مذهبونو خلک له مسلمانانو سره یوځای اختر څنګه لمانځي؟ 20.03.2026

اسلام ګل افریدي د همدغې موضوع په اړه له خیبر پښتونخوا څخه یو رپوټ را استولی دی. مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو له امله لږ تر لږه ۶۴ زره کسان اغېزمن شوي دي 20.03.2026

د افغانستان د وروستیو مهمو پېښو په اړه دلته معلومات اورېدلی شئ.

د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه |۱۹ مارچ ۲۰۲۶ 19.03.2026

د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه دلته واورئ.

#106 Mmm or Hmm? Trying new and unusual food - د انګلیسي ژبې زده کړه: د نویو او غیر معمولي خوړو د خوند کتلو په اړه خبرې کول 19.03.2026

Learn useful English for talking about unusual or strong flavours. Practise everyday phrases for reacting to new foods, sharing opinions, and encouraging someone to try something new. - د انګلیسي ژبې په دغه پوډکاسټ کې د نویو او غیر معمولي خوړو د خوند په اړه خبرې کول زده کړئ.

د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه |۱۸ مارچ ۲۰۲۶ 18.03.2026

د اس بي اس پښتو د نن ورځې لنډ خبرونه دلته واورئ.

د روژې ماښام د افغانانو په جومات کې؛ د نیو ساوت ویلز د افغانانو د ټولنې له مشر، نادر اعظمي سره لنډه مرکه 17.03.2026

د اسټرالیا د نیو ساوت ویلز ایالت د افغانانو ټولنې په ۱۹۸۵ کال کې په فعالیت پیل کړی دی. دغه ټولنه اوسمهال په اسټرالیا کې د افغانانو تر ټولو لوی جومات چارې هم پر غاړه لري. اس بي اس پښتو د دغې ټولنې له مشر، نادر اعظمي سره د روژې په مناسبت د جوړ شوي پروګرام په اړه مرکه ترسره کړې ده. تاسو کولی شئ دلته یې واورئ.

د پاکستان په هوايي بریدونو کې سلګونه کسان وژل شوي دي؛ پاکستان وايي پوځي تاسیسات یې په نښه کړي دي 17.03.2026

د پاکستان د وروستیو مهمو پېښو په اړه دلته معلومات اورېدلی شئ.

Listen to the SBS Pashto - اس بي اس پښتو podcast in Replaio

Radio and podcasts in one app - free, with no sign-up. Install today and do not miss the launch

Get it on Google Play

Replaio is not a podcast publisher; show names, artwork and audio belong to their authors and are distributed through public RSS feeds.